بشري حقونو د فرخندې د قضیې په اړه د ولسمشر د حکم هر کلی وکړ

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولسمشر د هغه حکم هرکلی کړی چې د فرخندې د قضیې د بیا پرانیستلو په اړه یې ورکړی دی.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړي او د ښځو د حقونو فعالې ثریا صبحرنګ ازادي راډیوته وویل چې د فرخندې په قضیه کې د لومړۍ او دویمې محکمې په بهیر کې په پرېکړو کې بېړه شوې او دوی له ولسمشر غني په دې اړه د بیا غور غوښتنه کړې وه.

د افغانستان سترې محکمې څو ورځې وړاندې له دې پېښې سره په تړاو ۱۳ تنه مجرم وپيژندل او د مختلفو مودو بند حکم یې ورباندې وکړ.

د سترې محکمې د حکم تر اعلان وروسته یو شمېر کورنیو او نړیوالو سازمانونو انتقادونه وکړل او په دې ارتباط یې د ولسمشر غني د ځانګړې پاملرنې غږ وکړ.

په نیویارک کې د بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې د محکمې د دې پرېکړې په اړه وویل چې له بېړې کار اخیستل شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان هم وویل چې د فرخندې د قضیې په سمه څېړنه کې د افغانستان عدلي او قضايي ادارې پاتې راغلي دي.

فرخنده یو کال وړاندې په رڼا ورځ د پولیسو په حضور کې په کابل کې پاریدلو کسانو په وهلو ډبولو ووژله او د هغې مړي ته یې اور واچوه.