د دارالامان د ماڼۍ د رغولو چارې راتلونکی کال پیلیږي

د افغانستان د ښارجوړونې وزارت وايي، په کابل ښار کې به د دارالامان د ماڼۍ د رغولو چارې د را روان لمریز کال د حمل په میاشت کې پیل شي.

د دې وزارت سلاکار د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د دې ماڼۍ د بیارغولو چارې به په پنځه پړاوونو کې له درېیو څخه تر پنځه کلونو پورې بشپړې شي.

افغان کابینې د چهارشبنې په ورځ د دې ماڼۍ بیارغول تصویب کړي او د ښار جوړونې وزارت ته یې دنده ورکړې چې په دې اړه اقدام وکړي.

تاریخ پوهان وايي، د دارالامان تاریخي ماڼۍ باید په پخوانۍ بڼه ترمیم او تاریخي اصلیت یې وساتل شي.

د افغانستان د ښارجوړونې د وزارت چارواکي وايي، د کورنیو او بهرنیو ماهرینو یوه مشورتي ډله هڅې کوي چې د کابل ښار د دارلامان تاریخي ماڼۍ په پخوانۍ بڼه ترمیم کړي.

د دې وزارت سلاکار او د دارالامان د تاریخي ماڼۍ د پروژې مسوول سید ضیاء حسیني وايي چې د یادې ماڼۍ د رغولو لپاره د طرحې، نقشې، اساسي تحکیماتو، او تزیينولو هڅې تیزې شوي دي.

ښاغلي حسیني د پنجشنبې په ورځ له ازادي رادیو سره په خبرو کې د یادې ماڼۍ رغولو ته د عملي اقدامات په هکله وویل:

"د لومړنیو نقشو کار یې کابو اتیا فیصده بشپړ شوی او فکر کووم چې د رغولو کاربه یې د راتلونکي کال د حمل د میاشتې په نیمایي کې پیل شي.له ۱۵څخه تر۲۰میلیونو ډالرو پورې بودجه ورته په پام کې نیول شوې او تر پنځه کلونو پورې به په بشپړه توګه ترمیم شي."

د افغانستان کابینې په خپله وروستۍ ناسته کې د دې ماڼۍ ترمیمول تصویب کړي او د ښار جوړونې وزارت ته یې دنده ورکړې چې د دې ماڼۍ په رغولو لاس پورې کړي.

د ښارجوړونې وزارت وايي، د جمهور رییس له حکم سره سم يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، اغاخان بنسټ، یونسکو او کابل ښاروالۍ په مرسته د یادې ماڼۍ بیارغولو ته تدابیر نیولي دي.

پخوا تر دې د حامدکرزي په واکمنۍ کې کابل ښاروالۍ ته دنده سپارل شوې وه چې د دارالامان د ماڼۍ په ګډون دې، د ځینو تاریخي ابداتو بیارغولو ته اقدام وکړي.

د دارالامان د ماڼۍ د جوړولو کار د لومړي ځل لپاره د شاه امان اله په واکمنۍ کې په ۱۳۰۲ لمریزکال کې پیل شوی و او له بشپړیدو وروسته، لومړی ځیني د سلطنتي مرکز او بیا ځیني د دفاع د وزارت په توګه کار اخیستل شوی دی.

په عین وخت کې افغان تاریخ پوهان تاکید کوي دا ماڼۍ باید داسې ورغیږي چې تاریخي اصلیت خوندي پاتې شي.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی حبیب اله رفیع وايي:

"په هماغې طرحه او نقشه چې پخوا جوړه شوې وه باید جوړه شي ځکه تاریخي اهمیت یې ساتل کیږي، له دې ماڼۍ څخه باید د موزیم په توګه کار واخیستل شي. دلته باید دولتي دفترونه ځای پرځای نه شي."

د ښارجوړونې وزارت وايي، د دې ماڼۍ یوه برخه به د موزیم فرهنګي مرکز او بله به یې، د جمهوري ریاست تشریفاتو او د بهرنیو میلمنو هرکلي ته ځانګړي شي.

د دارالامان ماڼۍ چې د کابل ښار په غربي څنډه کې پر یوې غونډۍ ولاړه ده د هېواد په کورنیو جنګونو ترډیره ځایه ویجاړه شوې ده.

د دې ماڼۍ د رغولو هڅې په داسې حال کې کیږي چې خلک وايي، په تېرو شاوخوا ۱۴کلونو کې نړېوالې ټولنې، له افغانستان سره د میلیارډونو دالره مرسته وکړه، خو دغه تاریخي ماڼۍ لاهم د یوې کنډوالې په بڼه ولاړه ده.

خان محمد سیند