د دارالامان ماڼۍ د جوړولو پروژه تصویب شوه

د دارلامان ماڼۍ ویجاړه شوې ودانۍ

د افغانستان کابینې د دارالامان ماڼۍ د جوړولو پروژه تصویب کړه.

د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرمحمد اشرف غني د کابینې په غونډه کې په دې اړه د ښارجوړنې وزارت له خوا وړاندې شوې طرحه ومنله او دغه وزارت ته یې دنده و سپارله څو په دې اړه اقدام وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دارالامان ماڼۍ د بیارغاونې کار به په پنځو پړاونو کې د ۱۶،۵ میلیونه امریکایې ډالرو په لګښت بشپړ شي.

د دارالامان ماڼۍ د کابل ښار یوه تاریخي ودانۍ ده چې د کورنیو جګړو پرمهال زیانمه شوې ده.