ایران د منځني واټن دوه بالستیک توغندي وازمویل

ایران د منځني واټن دوه بالستیک توغندي تیره ورځ وازمویل. تهران له دې سره د امریکا هغه اعتراض ته پاملرنه ونه کړه چې یوه ورځ مخکې یې د ورته ازموینو لپاره کړی و.

ایراني رسنۍ وایي چې (قدر) توغندي د ایران له شماله وتوغول شول او د هېواد په جنوب کې یې خپل هدف چې نژدې یو زرڅلور سوه کیلومتره لرې وو، وویشت.

فارس خبري اژانس وایي چې پر دې توغندیو لیکل شوي دي چې اسراییل باید نابود شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنست وویل چې دوی دا مساله څاري:

"موږبه له خپلو متحدانو او شریکانو سره په سیمه کې خپلې هڅې درې برابره کړو، څو د ایران مخه ونیسو چې د توغنديو پروګرام یې د نړېوالو قوانیونو له چوکاټه بهر نه شي. موږ بندیزونه لګولای شو او یو شمېر لګیدلي دي. همدا راز په دې برخه کې حد ټاکل شوی دی چې څه ډول وسایل او مواد ایران ته صادریدای شي. موږ له خپلو شریکانو سره کار کولای شو چې د داسې صادراتو مخه ونیسي چې پکې داسې څه وي."

امریکایي چارواکي وایي چې دوی د دغو توغندیو په ازموینه خبر وو او له خپل لوري، همداراز د ملګرو ملتو له لورې پر مناسب ځواب غور کوي.