هلمند رود لا هم د تسکين سرچينه ده

نيويارک ټايمز:

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په اړه مطلب خپور کړى چې سرليک يې دى: په داسې حال کې وسله وال طالبان افغانستان ته ګواښ پېښوي، هلمند رود لاهم د تسکين سرچينه ده.

د ورځپاڼې خبريال چې په وروستيو کې هلمند ته تللى او له دوو افغان پروفيسرانو سره يې د هلمند رود پر غاړه ماهيان خوړلي، ليکي:

دغه کسان چې کله د هلمند رود غاړې ته ورسېدل چې اوبه يې په خاموشۍ بهېدې، خپل پټوان يې وغوړول او په څو شېبو کې چاى تيارې شوې.

ليکوال وروسته له دغو کسانو سره د کبانو پخولو يوه رستورانت ته ځي چې له مرکز لښکرګاه بهر د سيند پر غاړه پروت دى.

د نيويارک ټايمز په مطلب کې راغلي، هلمند نن سبا د وسله والو طالبانو يو مهم مرکز ګڼل کېږي، څلور لسيزې مخکې په کوچنۍ امريکا مشهور و، د تينس ميدانونه او ښايسته رستورانتونه په کې وو چې افغانان او بهرنيانو ورتلل، هلته کورونه هم د هلمند رود پر غاړه د امريکا په څېر جوړ شوي وو.

په ليکنه کې راغلي، د لمر پرېوتو په وخت کې به هغه کسان چې په دغو کورونو کې اوسېدل، خپلو چمنونو ته وتل چې په سيند کې د لمر د زرينو وړانګو ننداره وکړي.

د نيويارک ټايمز په مقاله کې راغلي، هغو استادانو چې د ورځپاڼې له خبريال سره په مېله وتلي وو، د شعرونو لوستل پيل کړل او دوى د تېر وخت يادونه هم په ذهن کې ژوندي ساتلي وو.

يوه استاد په حسرت سره خبرې وکړې او ويې ويل چې هيله من دى يو وار بيا د هلمند پخوانى تصوير وويني، چې يو وخت د افغانستان يو پرمختللى او مډرن ښار و.

ټايمز:

د بريتانيا چاپ ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان په باب يو تحليلي مطلب خپور کړى، سرليک يې دى: افغان پناه غوښتونکي د اروپا د بېروونکي خوب له کبله بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

په مطلب کې افغانستان ته د هغو زرو پناه غوښتونکو افغانانو داوطلبانه ستنېدو ته اشاره شوې، چې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې يې له دې شعار سره هرکلى وشو: هېواد ته ښه راغلاست، افغانستان تاسو ته اړتيا لري.

د ورځپاڼې په ليکنه، د هغو ١٧٨زره افغان پناه غوښتونکو له ډلې چې د تېر کال په جريان کې اروپا ته رسېدلي، دا شمېر کم دى، خو يوازې افغانان نه، بلکې د عراق او سوريې پناه غوښتونکي هم په اروپا کې پر خپله استوګنه غور کوي.

ټايمز ليکي، د غفور په نوم يو افغان پناه غوښتونکى چې جرمني ته د تګ لپاره يې پنځه زره پاونډه مصرف کړي، اوس د خپل تصميم په اړه زړه نازړه دى.

ورځپاڼه ليکي چې د ورځې درې زره افغانان له خپل هېواده وځي، خو د دوى اکثريت په ايران کې نيول کېږي او بېرته افغانستان ته ستنول کېږي.

د ټايمز په حواله، تر ٥٤٤زره زيات افغانان يا په خپله خوښه يا هم د فشار له کبله له ايرانه وتلي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

ورځپاڼه زياتوي،اروپا ته د تګ لپاره د افغانانو تر ټولو ستړى سفر د ايران او ترکيې ترمنځ پر لار تګ دى، خو دوى چې ځانونه اروپا ته رسوي، ستونزې نه ختمېږي، بلکې اصلي ستونزې هغه وخت پيلېږي.