ایا پوهیږئ چې کلونه پخوا په افغاني ټولنه کې له کومو سینګار توکو کار اخیستل کېده؟ او د دغو توکو ارزښت څه و؟
کله چې د سینګار کلمه اورو نو په ذهنونو کې مو بېلابېل انځورونه لر او بر کېږي.
په فطري لحاظ د هرې ښځې غوښتنه همدا وي چې باید له نورو ښکلې او ښایسته ښکاره شي، دا ښکلا که طبعي وي او که مصنوعي خو د ښځو هیله ښایسته ښکاره کېدل وي.
نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه مو د تېر وخت افغاني سینګار توکو ته ځانګړې کړې ده، په خپرونه کې به واوئ چې پخوا ناویانې په کومو توکو راښکلې کېدې؟ د دغو توکو ځای اوس کومو سینګار توکو نیولی؟
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب
Your browser doesn’t support HTML5