"په دولتي ادارو کې باید د ځوانانو ګمارلو ته لومړیتوب ور کړل شي"

یو شمېر افغان ځوانان له حکومت څخه غواړي چې په دولتي ادارو کې د ځوانانو په کار ګمارلو ته لومړیتوب ورکړي.

د کاپیسا ولایت ځوانانو له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې اوس تر پخوا ډېرو ځوانانو زده کړو ته مخه کړې او کولی شي په هر ډګر کې په فعاله او نه ستړي کېدونکي ډول ونډه واخلي، خو په دې شرط چې حکومت له دغې ځواني قوې څخه کار واخلي.

په افغانستان کې بې روزګاري په تېره بیا د ځوانانو لپاره د کاري زمینو نه شتون تر ډېره د ناامنیو د ډېرېدو او تر څنګ یې له هېواده د کدرونو د وتلو له عمده دلایلو ګڼل کېږي.