معلولین وايي ټاکل شوی امتیاز ورته بسنه نه کوي

د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت مسوولین وایي چې دوی یوازې هغو معلولینوته معاش ورکوي چې هغوی په جنګ جکړو کې خپل د بدن غړي له لاسه ورکړي وي، خو د زده کړې اسانتیاوې، د کسب زده کول، د کورونو وېش او داسې نورې مرستې تر خپله توانه له ټولو معلولینو سره کوي.

د معلولینو په وینا کوم امتیاز چې دوی ته ورکول کېږي کافي نه دی، دوی نشي کولی چې د کورنۍ لګښت پوره کړي، نو اړ دي چې کار وکړي او یو څه پیسې وګټي، په دې وروستیو کې د کابل ښار د ځینو تمځایونو د موټرو د تنظیم چارې معلولین پرته د ښاروالۍ له مشورې نه مخکې وړي، دوی د موټرو د تنظیم په بدل کې له موټر چلوونکو څخه پیسې اخلي، عام کسان او موټر چلوونکي د ځینو معلولینو له چلند څخه خوښ نه دي.

د شهیدانو او معلولینو د وزارت ویاند علي افتخاري وایي چې دوی هم له عامو خلکو نه د معلولینو له چلند نه شکایت اورېدلی، خو هغه زیاتوي چې ځینې روغ کسان هم ټولنیز نزاکتونه په نظر کې نه نیسي، له معلولینو سره سم چلند نه کوي.

محمد زمان چې په یوه پښه معلول دی وایي، له مجبوریت نه سهار تر بېګا په یوه پښه د موټرو په تمځای کې ولاړ وي د ژوند له نورو ناخوالو سره د خلکو خبرې هم اوري.

اجمل په جنګ کې معلول شوی هغه وایي، په ځای ددې چې د دوی قدر وشی، عام خلک کترې او کنابې ورته وایی، دوی ته یې معلولیت وریادوی چې دا کار د زغملو نه دی.

حقمل او جمال بیا وایي چې له معلولیت نه وروسته د دوی زړه ډېر نازک شوی، کله خو داسې هم کېږي چې سمه خبره بده ورته ښکاري.

دا چې د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت په دې ورستیو کې معلولینوته څه کړي د یاد وزارت ویاند علي افتخاري وایي چې تر ټولو مهم کار یې دا کړی چې دوی د معلولینو له ډلې نه هغه کسان بېل کړل چې روغ و خو د معلول امتیاز یې اخیست.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کور کلی