په تېریوه کال کې د افغان مېرمنو وضعیت ته کتنه

په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه ملاتړي ټولنې او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په تېر یوه کال کې د افغان مېرمنو عمومي وضعیت خراب شوی دی.

دوی وايي چې یوازې د ۱۳۹۴ کال په لومړی نیمايي کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ۱۱.۴ سلنه ډېر شوی او په همدې ډول جګړو او بې وزلی هم د دوی په ژوند بد اغیې کړی دی.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې له هېواده یې د ښځو وضعیت نړۍ ته د اسلام بد تصویر ورکړی چې سمېدل یې ډېرې هڅې غواړي.

د مارچ اتمې نېټې له رارسېدو سره تر ډېره د ښځو د حقونو او د هغوی وضعیت د ښه کېدو په اړه بحثونه را تازه کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې اصلاً د افغان مېرمنو ژوند څه بدلون پیدا کړی؟ په افغانستان کې د ښځو په وړاندې څه ستونزې شته دي؟ او که پرمختګ لري هغې ته خپله مېرمنې په کوم نظر ګوري؟

په پیل کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره ثریا صبحرنګ د تېر یوه کال راهیسې د ښځو د عمومي ژوندانه یو تصویر راکوي:

"که موږ وغواړو چې د ښځو د وضعیت په اړه یو عمومي تصویر تاسې ته وړاندې کړو واقعاً ډېر د اندیښنې وړ ده، دلته هره ورځ اورېدل کېږي چې ښځې په ناموسي وژنو وژل کېږي،په دوه کلنه ماشومه جنسي تېری کېږي، پلار په لور جنسي تېری کوي، ښځې خرڅول او اخیستل کیېي، قاچاق کېږي، پزه او غوږونه یې پرې کېږي، په دورو وهل کېږي او سنګسار کېږي دلته دا ډول تصویر دی او د تاوتریخوالي ارقام مخ په ډيرېدو دي."

مېرمن صحبرنګ وايي چې د تېر کال په پرتله د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ۱۱،۴ سلنه زیات شوی دی.

هغه وايي چې په همدومره موده کې یوازې د دوی له کمېسیون سره له ۲۰۰۰ ډېرې قضیې ثبت شوي چې په وینا یې ډېرې د ناموسي وژنو او جنسي تیریو دي.

له تاوتریخوالي ور هاخوا که د تېر کال راهیسې د ښځو ټولنیز موقف بیان شي د ښځو حقونو د یو شمېر فعالانو په باور جګړو، فقر او بې وزلۍ له دې اړخه هم د ښځو په ژوند تیاره غوړولې ده.

د زرغونې رسا په نوم ښځینه فعاله وايي چې ډيرو جګړو کونډې او سوالګري مېرمنې ډېرې کړي او ډېرې ښځې بې وزله ژوند لري:

"دلته ډېرې زیاتې اقتصادي، ټولنیز او د بې کاری ستونزې دي په تېره بیا هغو ښځو ته چې کونډې شوي او نارینه څوک نه لري ډيرې ستونزې لري، دوی مجبوره دي چې د خپلو اولادونو ته د ډوډی پیدا کولو لپاره له کوره ووځي او کار کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد نږدې ۸۵ سلنه ښځې لا هم بې سواده دي او هغه چې په ادارو کې کار کوي د رنګارنګ جنسي او نورو ځورونو څخه زوریږي.

د ښځو حقونو د خوندیتوب او په سیاست کې د فعاله ونډې په خاطر د ملي وحدت حکومت تل د هغوی په ونډې ټینګار کړی خو دې کار هم د ښځو د حقونو فعالانې خوشحاله کړي نه دي.

د رهبری په کچه د ښځو د پیاوړتیا د شبکې غړي غټی صاحبیان ازادي راډيو ته وویل چې په دولت کې شته ښځو کله هم د ښځو سم استازیتوب نه دی کړی.

هغه وايي چې دوی د وړتیا په اساس نه دي ټاکل شوي او ناسم استازیتوب د ښځو ژوند ښه کېدو پر ځای د خرابېدو لوري ته بېولای دی:

"په دولت کې د ښځو حضور ټول سمبولیک دی، په همدې ډول هغه څه چې د حکومتوالي لپاره اړین دي لکه لیاقت او شایسته سالاري هغه څه نه مراعتیږي، موږ د دې شاهد یو چې دلته د ډيموکراسۍ په نوم غلطه استفاده کېږي او د ښځو په اوږو بوج لا ډېر شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې څلور ښځې د وزیرانو، څو یې د سفیرانو او په همدې ډول د هېواد په داخل کې د مرستیالانو په توګه په کارونو ګمارل شوي دي.

له دې ور هاخوا ۱۲۱ موسسې د دوی له خوا رهبري کېږي، په ولسواليو شوراګانو کې یې ونډه ۳۷٪ په ملکي خدماتو کې ۲۲٪ او په کورنۍ سوداګری کې ۴۵٪ ښځې په وړو کارونو لګیا دي.

غټی صاحبیان د ښځو وضعیت د ښه کېدو لپاره عامه پوهاوی او د ادارو اجرایي رول ډيرېدل غواړي.

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني که څه هم د ممبرونو له لارې د ښځو د حقونو بیان ګټور ګڼي خو وايي چې ډیر خلک په دې برخه کې له اسلامي ارشاداتو سرغړونه کوي.

هغه وايي چې د ښځو په وړاندې ډير تاوتریخوالي حتی نړی ته د اسلام په اړه بد تصویر ورکړی دی:

"کله چې د ښځې د شکنجې او کله چې د هغې د بې سوادۍ او وهلو تصویر له یوه اسلامي هېواده خپرېږي لومړنی زیان یې اسلام ته رسېږي."

د افغانستان د ښځو د چارو وزارت هم په هېواد کې د ښځو د ناوړه وضعیت په اړه ډيرې اندیښنې تاییدوي خو وایي چې د بدلون لپاره یې ځینې چارې وروستی کړي دي.

د ښځو د چارو وزیرې دلبر نظري له ازادي راډيو سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې ناامنیو او د ټولنې بد بینیو ته په کتو که وضعیت همداسې وي ممکن په څو راتلونکو کلونو کې پوهنتونو ته ښځینه محصلانې را نشي.

خو میرمن نظري وايي چې د ښځو وضعیت د ښه کېدو لپاره د حکومت د مشرانو په تېره بیا د جمهور رییس د مېرمنې بې بې ګل غني پاملرنه ډېره ده او دې کار راتلونکي ته د دوی هیلې نه دې مړې کړي:

"ژمنه کوو چې لاسته راوړنې ساتو، په دې برخه کې هڅې هم لرو او د ښځو چارو وزارت ښه پروګرامونه هم لري، موږ په ۲۰۱۶ کال کې دا پروګرامونه حتماً عملي کوو او موږ خصوصاً د ۱۳،۲۵ قطعنامه چې افغان حکومت ورته د عمل پلان جوړ کړی عملي کېږي."

هغه وايي چې د جمهور رییس غني د ځانګړي پاملرنې له مخې د ښځو د ملاتو لپاره وجهي صندوق جوړ شوی.

په کابینه کې د جندر کمېټه جوړه شوي او د ښځو ازار د مخنیوي لپاره د کابینې شورا له خوا نوې مقرره تصویب شوي ده.

له دې ټولو سره د ښځو د چارو یو شمېر فعالانې یوازې دې هڅو ته خوشبینه نه ښکاري بلکې وايي چې حکومت باید تر ډېره په اجراتو کار وکړي نه یوازې په مقررو او طرحو.

د ښځو د حقونو فعالې او د ولسي جرګې پخوانی غړي فرخندې زهرا نادري ازادي راډيو ته وویل چې د ښځو عمومي وضعیت ښه کېدو ته هله هیله مندي ډېرېدای شي چې عدلي او قضایې ارګانونه قضیې پر وخت وڅېړي او امنیتي ځواکونه د ښځو په وړاندې هر ډول تاوتریخوالی جدي ونیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ