میلیبن: ترڅو چې انتخاباتي سیسټم اصلاح نشي ملاتړ یې نه کوو

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړی استازی وایي، ترهغو چې د افغانستان د انتخاباتو په سیسټم کې اصلاحات نه وي رامنځ ته شوي اروپایي اتحادیه به د انتخاباتو ملاتړ ونه کړي.

فرانز مایکل میلیبن دا خبره پرون په کابل کې د حکومت له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وکړه.

عبدالله یوځل بیا په دې تاکید وکړ چې د انتخاباتي نظام اصلاح د حکومت له لومړیتوبونو دی او په دی برخه کې به هېڅ معامله نه کېږي.

هغه یادونه وکړه چي د انتخاباتو په دواړو کمېسونونو کي به هر اړخیز تغیرات راشي او حکومت به له نوې کمېشنرانو سره راتلونکي انتخابات ترسره کړي.

د انتخاباتي اصلاحاتو د پروسې د عملي کېدو لپاره افغان ولسمشرهم تېره ورځ نوی تقنییني فرمان توشیح کړ.