"عالمان دې د ښځو د حقونو په اړه د خلکو عامه پوهاوی ډير کړي"

د ښځو چارو وزارت او د جمهور ریس میرمن له دیني عالمانو غواړي چې په هېواد کې د ښځو د حقونو په اړه د خلکو عامه پوهاوی ډير کړي.

دوی او د افغان ښځو د پیاوړتیا د لوړولو مرکز په داسې حال کې د ښځو د ډیرو حقونو د ضایع کیدو په اړه هم اندیښنه لري چې د هېواد او نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د ښځو د ورځې په مناسبت غونډې جوړیږي.

افغان دیني عالمان وايي چې په هېواد کې ناوړه دودونه او بهرني فرهنګي یرغلونه د دوی د ځینو فعالیتونو مخه نیسي او نه شي کولای هرڅه ډیر په ډاګه بیان کړي.

د ښځې د نړېوالې ورځې په درشل کې دیني عالمان او د ښځو د حقونو یو شمېرفعالانې په کابل کې راټول شوي ترڅو په اسلام کې د ښځو د ځای پر اهمیت خبرې وکړي.

د جمهور ریس میرمن بي بي ګل غني په دې باور ده چې د ښځو د حقونو له تامین پرته ثبات او پرمختګ ناشونی دی.

د افغان ښځو وړتیاوو د پیاوړتیا د مرکز له خوا په اسلام کې د ښځو ځای ترنامه لاندې د علماو او ښځینه فعالانو ګډې غونډې ته د بي بي ګل پیغام نادیه صالح ولوست چې په یوه برخه کې یې راغلي وو:

"ځای لري چې دیني عالمان په دې برخه کې زموږ تر خلکو حقایق ورسوي او په هغو حقوقو ټینګار وکړي چې د اسلام مبارک دين ښځو ته ورکړي دي، ښځې د عزت وړګڼل او د هغوی پیاوړي کول د سولې، ثبات، پرمختګ او د ټولنې د بشپړتیا سبب کیږي."

دا غونډه چې تر دريیو ورځو پورې دوام کوي په کې افغان دیني عالمان په اسلام کې د ښځو په رول، د هغوی په وړاندې د تاوتریخوالي د کمیدو او د د اسلام له نظره د جنسي تیريو د زیانونو په اړه ارزونې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د نورو ټولو تاوتریخوالي ترڅنګ جنسي ډله ییز تیري او په ډیرو کوچنیو ماشومانو د تیریو راپورونه مخ په ډيریدو دي.

د افغانستان د ښځو د چارو وزیره دلبر نظري وايي چې د حکومت د ټولو هڅو سره هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی کم شوی نه دی بلکې دوی هر کال شاوخوا ۴۰۰۰ اړونده قضیې څیړي.

اغلي نظرِي زیاته کړه:

"د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې او د هغوی ازار په مختلفو طریقو نن ورځې روان دی، د ښځو جنسي زورول یې نوی ډول ده چې د پراخیدو په حال کې ده ځکه نو د عامه ذهنونو د روښانه کولو لپاره د عالمانو په رول ټینګار کوو."

هغه وايي چې هیله لري دیني عالمان په دې برخه کې مهم رول ادا کړي ترڅو ټولنه په یوه سالم چاپیریال بدله شي.

خو افغان دیني عالمان وايي چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو د عامیدو په اساس دوی هم ځيني محدودیتونه لري.

دیني عالم میرشریف الدین انصاري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په دې وطن کې ځيني ستونزې دي د علماوو په خلاف سیاسي او ټولنیز مشکلات شته چې دوی نه شي کولای د ښځو هغه حقونه په صحیح توګه بیان کړي چې په اسلام کې شته که دوی په دې اړه بربنډې خبرې وکړي خلک دې مولا ته یا غربي مولا وايي یا وايي چې د دین نه وتلای دی نو دا ډول ډير بحثونه شته."

هغه وايي، د دې ترڅنګ که په ځيني سیمو کې دوی حقایق هم بیان کړای شي ډیر کله خلک دودونو او فرهنګي لیوالتیاوو ته د اسلامي اصولو پر نسبت لومړیتوب ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د حج او اوقافو وزارت ټینګار کوي چې له دیني عالمانو به وغواړي ترڅو په هېواد کې د ښځو د حقونو د تامین او تاوتریخوالي د کمیدو لپاره له ټولو ممکنه لارو ګټه واخلي.

یوسف خان ځدراڼ