په ترکيه کې د پوليسو دوه افسران ووژل شول

په ترکيه کې نن د پوليسو دوه افسران ووژل شول او ٣٥ نور کسان ټپيان شول.

رويټرز اژانس د امنيتي چارواکو په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، دغو کسانو ته په يوه موټر کې د يوه ځاى پر ځاى شوي بم په چاودنه او د کرد جنګياليو په راکټي بريد کې مرګ ژوبله واوښته.

دغه پېښه په جنوب ختيځ ولايت ماردين کې شوې ده.

امنيتي سرچينې وايي، د کردانو د کارګر ګوند يا PKK سخت دريځو وسله والو نن سهار شپږ بجې د سوريې پولې ته نژدې په نُصَيبين ښارګوټي کې د ټرافيک پوليسو پوستې او شا و خوا کورونو ته سخت زيان اړولى دى.