د افغانستان او روسيي د ګډ اقتصادي ناستې نتایج اعلان شول

د افغانستان او روسيي ترمنځ د ګډ درېیم اقتصادي کمېسیون د ناستې نتایج د پنجشنبې په ورځ اعلان شول.

د افغانستان د مالیې وزیر د دې کنفرانس بحثونه او پریکړې د هېواد د تجارت د پراختیا او بیارغونې په برخو کې ګټورې وبللې.

د افغانستان او روسيې ترمنځ د درېیم اقتصادي کمېسیون پریکړې د افغانستان د تجارت او بیارغونې په برخو کې مهمې وبلل شوې.

دغه دوه ورځینۍ ناسته د پنجشنبې په ورځ په کابل کې پاې ته ورسیده.

د افغانستان د مالېې وزیراکلیل حکېمي وویل، په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د افغان کار کوونکو د ظرفیتونو په لوړولو، د بیارغونې د یو لړ پروژو په پیلولو او فرهنګي او تعلیمي موضوعګانو بحثونه شوي او دواړو لورو پرې تفاهم کړی دی.

ښاغلي حکېمي زیاته کړه:

"زه پوره باور لرم چې دا تصامیم کولای شي چې دواړو هېوادونو ته ښې پایلې ولري او په تجارتي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې ښه رول ولوبوي. دا د هغوي د نیک نیت ښکارندويي کوي."

د افغانستان او روسیې ترمنځ لومړۍ ګډه اقتصادي ناسته په ۲۰۱۲ کال کې په مسکو او دویمه یې په ۲۰۱۳ کال کې په کابل کې جوړه شوې وه.

د افغانستان او روسیې ترمنځ په تېرو کلونو کې هم د تجارتي اړیکو د پراختیا لپاره هڅې شوي، خو اوس مهال دغه لېوالتیا له پخوا څخه زیاته شوې ده.

د روسي پلاوي مشر یوري سیټیورین ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د تجارتي او اقتصادي د پراختیا په لاره کې هر ډول موانع له منځه یوسي او هڅې به تیزې کړي چې دغه اړیکې ژر تینګ شي:

"د روسېې حکومت او روسي شرکتونه چې هرڅومره وسه ولري خپله دنده ګڼي چې له افغانستان سره مرسته وکړي او دا هېواد خپلو اهدافو ته ورسیږي."

د روسي پلاوي مشر دا هم وویل، روسیه به د هغو پورونو د کمولو هڅې هم وکړي چې افغانستان ته يې ورکړي دي او افغان حکومت یې د بخښلو غوښتنه کوي.

افغان چارواکو وویل، روسيې پلاوې دا هم منلې چې په افغانستان کې به د کور جوړولو د پروژې او د افسوټر د ټرانسپورټ د بیا فعالولو هڅې وکړي.

افغانستان اوس مهال تر ډیره ځایه له پاکستان، ایران، هندوستان چېن او د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره تجارتي اړیکې لري، خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، له روسیې سره به د هېواد د سوداګریزو اړیکو ټینګیدل، د هېواد اقتصادي وده ګړندۍ کړي.

خان محمد سیند