شپږو ایراني کډوالو د فرانسې په شمال کې خپلې خولې ګنډلي

شپږو ایراني کډوالو د فرانسې په شمال کې له یوه کمپه په ډله ییز ډول د کډوالو د ایستلو او د کمپ د ورانولو په اړه د دې هېواد د حکومت اقدام ته د پام اړولو په خاطر خپلې خولې ګنډلي.

یادو شوېو کډوالو دا غیر معمول اعتراض پرون په داسې حال کې وکړ چې کلي ښارته له یوه نژدې کمپ د کډوالو ایستل لا هم دوام لري.

په دې کمپ کې هغه زرګونه کډوال استوګن دي چې غواړي د انګلنډ د کانال له لارې بریتانیا ته ولاړ شي.

معترضو ایرانیانو پر یوه پوسټر لیکلي و، د ملګروملتونو استازي دې د دې کمپ لیدو ته ورشي.

د فرانسې یوې محکمې تیره میاشت پریکړه وکړه چې د دې کمپ د یوې برخې تاسیسات دې وران شي.

چارواکي اټکل کوي چې د کمپ له دې برخې څخه به له ۸۰۰ تر زرو پورې کسان بې ځایه شوي وي خو د بشري حقونو ټولنې دا شمېره له درې زرو زیاته ښیي.

فرانسې د بې ځایه شوېو کډوالو لپاره په نژدې سیمه کې په تودو کانتینرونو کې د استوګنې او یا په یوه موقتي مرکز کې د هغو د ځای پرځای کولو وړاندیز کړی.