د باختري زمانې د لرغونو اثارو یوه برخه به په توکیو کې نندارې ته وړاندې شي

د افغانستان د باختري زمانې د لرغونو اثارو یوه برخه به د جاپان په مرکز توکیو کې نندارې ته وړاندې شي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډیو ته وویل:

"د باختر ګنجینې د ۲۳۱ قلمه اثارو نندارتون به د را روانې اپریل میاشت په ۲۱ د جاپان په توکیو موزیم کې د دوو میاشتو لپاره نندارې ته ایښودل کیږي."

دا لرغوني اثار د ډسمبر له ۲۵ د فبروري تر ۱۵ د جاپان په کیوشو موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي وو.

د ښاغلي حکیمي په وینا د دغو دواړو نندارتونو له درکه دوه سوه پنځوس زره امریکایي ډالر افغانستان ته د مالیې په ډول ورکول کیږي او د نندارې ۴۰ فیصده خالص عواید به هم افغانستان ته وسپارل شي.

بل لورته د کورنیو جګړو پر مهال د افغانستان د ملي موزیم ۱۰۲ قلمه ورک اثار، د جاپان لپاره د یونسکو د نیک نیت سفیر ویکرو هایاما راټول کړې دي او دا اثار به افغانستان ته تسلیم کړي.