مسکو په شمالي قطب کې د میزایلو سیسټم ته پراختیا ورکوي

د روسیې تاس دولتي خبري اژانس وایي چې مسکو په شمالي قطب کې د هوایي مدافع د میزایلو سیسټم ته پراختیا ورکوي.

دغه خبر یوه ورځ وروسته له هغې ورکول کیږي چې د ناټو لوړ پوړي قومندان فیلیپ بریدلوف د امریکا کانګرس ته خبرداری ورکړ چې روسیه په زیاتیدونکي ډول په شمالي قطب کې پوځي تاسیسات زیاتوي.

روسيه په قطب کې خپل پوځي حضور په داسې حال کې پیاوړي کوي چې په ټوله کې د دې سیمې د تودوخي زیاتوالي طبیعي زیرمو ته د لاس رسي او ټرانسپورټ په برخه کې نوې زمینې برابرې کړي دي.

په دې سیمه کې روسیه د تور په نوم د میزایلو هغه سیسټم ځای پرځای کوي چې له الوتکې له نژدې واټنه د حملو یا د کروز توغندېو د شنډولو لپاره ځانګړي شوي دي.

روسیې د تېر کال په مارچ میاشت کې په شمالي قطب کې پراخ پوځي تمرینونه ترسره کړل چې په کې ۳۸ زره پوځي پرسونل، الوتکو او اوبتلونو برخه اخیستې وه.

له دغو تطبیقاتو څو اوونۍ وروسته د شمالي اروپا پنځو هېوادونو، سویډن، ناروې، فنلنډ، ډنمارک او ایسلنډ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په دې ټینګار وکړ چې اروپا باید د روسیې د پوځي تهاجم د مخنیوي لپاره خپله پوځي همکاري پیاوړي کړي.