له روسیې سره د افغانستان نږدې کېدل به په ګټه وي؟

د نړېوالو اړیکو یو شمېرافغان کارپوهان اندیښمن دي چې ممکن په افغانستان کې د امریکا او روسیې یوه نوې نیابتي جګړه پيل شي.

دوی ټینګار کوي چې له روسیې سره د افغانستان نږدې کېدل به ناوړه عواقب له ځان سره ولري.

له بل لوري افغان حکومت وايي چې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د هیچا په زیان نه دي.

امریکا د افغانستان ستراتیژیک متحد هېواد دی چې په تېرو کلونو کې یې له دې هېواد سره زیاتې پوځي او نورې مرستې کړې، خو له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له کمیدو او د جګړې په بیا زیاتیدو سره افغان حکومت له روسیې څخه د مرستو غوښتنه وکړه.

روسیې په دې وروستیو کې لس زره میله کلاشنکوفونه افغان ځواکونو ته وسپارل او د لازیاتو پوځي مرستو ژمنې ېې وکړې.

اوس پوښتنه پيدا کیږي چې له روسیې سره د افغان حکومت نږدې کېدل به د افغانستان او که د روسیې په ګټه وي، ایا افغان چارواکي به وتوانېږي چې د نړۍ د دوو پياوړو هېوادونو ترمنځ د سیاست تعادل وساتي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړېوالو اړیکو استاد نجیب محمود په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ستونزمنه به وي چې افغان حکومت وتوانېږي، د روسیې او امریکا ترمنځ د اړیکو توازن وساتي، ځکه د افغان چارواکو صلاحیت کم دی، افغان حکومت هغه مرستې چې له امریکا څخه یې ترلاسه کوي، که روسیې ته لاس وغځوي احتمال لري چې د امریکا اوسنۍ مرستې له لاسه ورکړي."

تېروتجربو ښودلې چې د ټولې نړۍ په تاوتریخوالي او جګړو کې مسکو د واشنګټن په وړاندې درېدلی، اوس چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د بارک اوباما د حکومت ګټې د روسیې اندېښنې راپارولې دي.

کتونکي اندیښمن دي چې ممکن د افغانستان پر سر د امریکا او روسیې ترمنځ په همدې هېواد کې نیابتي جګړه پيل شي.

نیابتي جګړه هغه وضعیت ته ویل کیږي چې مخالف قدرتونه یو د بل په وړاندې مستقیه جګړه نه کوي، خو د یو شمېر کړېو او ډلو په ملاتړ سره غواړي یو د بل ګټو ته زیان واړوي.

د چارو کارپوهان په دې باور دي چې له روسیې سره د افغانستان نږدې کېدل په دې معني دي چې افغان حکومت خپل ستراتیژیک متحد امریکا له لاسه ورکوي.

په ولسي جرګه کې د نړېوالو اړیکو کمېسیون ټینګار کوي چې افغان حکومت د امریکا په سلا او مشورې له روسیې سره اړیکې ټینګې کړې اوله دې لارې پوځي مرستې ترلاسه کوي.

د دې کمېسیون غړي داود کلکاني ازادي راډيو ته وویل، روسیه د دې لپاره له افغانستان سره پوځي مرسته کوي چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې ناامنۍ په خپل زیان بولي.

د ښاغلي کلکاني په خپره روسیه لېواله ده چې له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستو له لارې دا ګواښ راکم کړي:

"د افغان حکومت پالیسي او ډیپلوماسي تل د مرسته کوونکو له خوا لوبیږي، له شک پرته تل موږ د لویو قدرتونو ترمنځ پیمال شوي یو، خو زما باور دا دی چې افغان حکومت د امریکا له اجازې پرته نه شي کولای له روسیې څخه مرستې ترلاسه کړي."

ویل کیږي چې روسیه له پوځي برخو پرته په اقتصادي او بنسټیزو برخو کې هم په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا لري.

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو وروسته اوس ورځ تربلې د روسیې او افغانستان اړیکې بیرته غوړیږي او د دغو هېوادونو د چارواکو ترمنځ تګ راتګ هم زیات شوی دی.

خو د افغان ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفرهاشمي وايي، افغانستان د یوه خپلواکه هېواد په توګه دا حق لري چې د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره له نړېوالو سره اړیکې ټینګې کړي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه:

"موږ د یوه خپلواک هېواد په توګه د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ټینګوو، په دې معنی چې له امریکا، روسیه او نورو هېوادونو سره د خپلو ملي ګټو په پام کې اړیکې نیسو."

په افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو ډلو فعالیتونو روسیه اندیښمنه کړې او روسيي چارواکو ویلي چې له دغو ډلو سره د مقابلې لپاره به له افغان امنیتي ځواکونو سره نورې مرستې هم وکړي.

د چارو کارپوهان سپارښتنه کوي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا له شتون سره نه باید روسیه په افغانستان کې عملآ په جګړه بوخته شي، بلکې د دې پرځای باید له افغان حکومت سره د تجهیزاتو په ځانګړې توګه د پوځي الوتکو مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان