افغان حکومت د سردار محمد داود خان مقبره جوړه وي

د افغانستان حکومت د هېواد د فقید ولسمشر سردارمحمد داود خان د مقبرې د جوړولو پرېکړه کړې.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې د ولسمشراشرف غني له قوله لیکي چې د افغانستان د لومړي ولسمشر په توګه د شهید داود خان عزت او هغه ته درناوی خپله دنده او مسوولیت ګڼي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني ازادي راډیو ته وویل د شهید داودخان د مقبرې د جوړولو لپاره له دولتي بودجې د څلورسوه زره ډالرو پر بېلولو سربېره ولسمشر غني له خپلې خوا هم ۲۰ زره ډالره لګښت په غاړه اخیستی.

ښاغلی جهاني وايي چې د داود خان د کارنامو په اړه په راتلونکي کې د یوه څېړنیز سمینار جوړول هم په پام کې دي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، د شهید داود خان او د هغه د کورنۍ د غړو لپاره چې د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې په کودتا کې ووژل شول، په تاج بېک غونډۍ کې نوې مقبره به د حکومت په لګښت جوړه شي، ولسمشر له خپلې خوا۲۰ زره ډالر ورکوي او د نورو لګښتونو لپاره یې د مرستې یو صندوق هم جوړیږي.