افغان حکومت د سولې او پخلاينې د بريا لپاره ټينګه اراده لري

افغان حکومت وايي، د سولې او پخلاينې د بريا لپاره ټينګه اراده لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې روانه اوونۍ د سولې مخامخ خبرې پيل شي.

د ولسمشر مرستيال وياند ظفر هاشمي ازادي راډيو ته وويل، د سولې او پخلاينې د هڅو لپاره افغان حکومت کلکه هوډ لري:

"نيت مو نېک، هوډ مو کلک او دريځ مو مشخص دى. د غونډې څرنګوالى هغه وخت ټاکل کېږي چې دا غونډه پيل شي."

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا استازو تر اوسه څلور وارې په خپلو کې د سولې د لارې پر نقشه خبرې کړي دي.

د سولې عالي شورا هيله څرګنده کړې، چې حقاني شبکه او وسلوال طالبان به په مخامخ خبرو کې برخه واخلي.

تېرکال د سولې مخامخ خبرې وروسته له هغې وځنډېدې، چې د طالبانو د مشر ملا عمر د مرګ خبر خپور شو.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل او کونړ کې ځانمرګو بريدونو شا و خوا ٢٥ کسان ووژل.