روسیه:د وژل شوي بوریس نیمڅوف پلویان مظاهرې ته چمتوالی نیسي

د کریملین د یوه وژل شوي منتقد بوریس نیمڅوف پلویان د نوموړي د وژل کېدو د لومړۍ کلیزي د لمانځلو لپاره په مسکو کې مظاهرې ته چمتو والی نیسي.

نیمڅوف چې د روسیې د صدراعظم پخوانی مرستیال او د ولسمشر پوتین منتقد وو تېر کال د فبرورۍ پر ۲۷ نېټه کریملین ته څېرمه پر یوه پله په ډزو ووژل شو.

د ښار ساتونکو د مظاهرې تنظیموونکو ته پر دغه پله د مظاهرې اجازه نه ده ورکړې، خو د مسکو په مرکز کې په نورو سیمو کې ددې کار اجازه ورکړل شوې ده.

هغه سیمه چې نیمڅوف په کې رالوېدلی وو، په یوه غیر رسمي مقدس ځای بدل شوی او پلویانو یې پر همدې سیمه د ګلانو ګېډۍ ایښودې.

په مسکو کې د امریکا سفیر جان تیفت نن سهار وختي پر همدې پله د ګلانو ګېډۍ کېښوده او ویې ویل چې د روسیې په اړه د بوریس نیڅوف ځیني خوبونه به رښتیا شي.

د روسیې پارلمان دوما پرون د استازو هغه وړاندیز رد کړ چې وایې د نیمڅوف د درناوي لپاره به یوه دقیقه چوپتیا غوره کړي.

دغه وړاندیز د دیمتري ګودکوف له خوا شوی وو چې په دوما کې د پاته مخالفینو څخه یو دی.

د نیمڅوف په وژني، د کریملین پلوي چیچن مشر رمضان قادروف د امنیتي ځواکونو یو افسر مشکوک دی چې پنځه نور کسان هم د قضیې په تړاو له محاکمې سره مخامخ دي، خو دا چې د وژني امر چا کړی تر اوسه معلومه نه ده.