فخري:د وړتیا په پام کې نیولو سره اداري فساد پای موندلای شي

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره په عدلي او قضایي ارګانونو کې په اصلاحاتو او له فساد سره پر مبارزې ټینګار کوي.

د اداري فساد پرضد د مبارزې ادارې سرپرست غلام حسین فخري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د وړتیا او پوهې د اصل په پام کې نیولو سره په عدلي او قضايي ارګانونو کې له تغیراتو ملاتړ کوي.

ښاغلي فخري زیاته کړه:

"په هغه صورت کې چې په راتلونکو مقرريو کې د شایسته سالارۍ اصل په پام کې ونیول شي او دولتي تغیرات او اصلاحات د اداري فساد پرضد د مبارزې په هدف وشي موږ ترې ملاتړ کوو.د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې مساله په مقرريو او تعیناتو کې د شایسته سالارۍ د اصل په پام کې نیولو سربیره په هېواد کې د یو سلسله تحولاتو، اصلاحاتو، تغیراتو او د اقتصادي، سیاسي او اجتماعي پرمختګ لامل هم کیدای شي."

دا څرګندونې له هغې وروسته کیږي چې یوې باوري سرچینې ځينو رسنیو ته ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به خلک په عدلي او قضایي ادارو کې د بنسټیزو بدلونونو شاهدان وي.

دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې دا اصلاحات د سترې محکمې په شمول ټول عدلي او قضایې سیسټم تر پوښښ لاندې راولي چې پر اساس به یې په مرکز او ولایتونو کې پراخ تغیرات رامنځته شي.

سرچیني زیاته کړې چې د ولایتونو په کچه د محاکمو مسئولین بدلیږي او دا ځکه چې په دې سیسټم کې فساد دومره جدی شوی و چې د تشکیل له بدلون پرته یې اصلاحات ناممکن وو.

له سزا د مجرمینو معافیت، قضایاوو ته د رسیدنې لپاره له خلکو د رشوت غوښتل، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د غیرې مسلکي اوهغو کسانو ګمارنه چې بېلابېلو ډلو ټپلو سره ارتباط لري او د عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ نه همغږۍ په افغانستان کې د عدلي او قضایي سیسټم لویې ستونزې ګڼل کیږي.

په عدلي او قضایي سیسټم کې د اصلاحاتو راوستو موضوع داسې وخت ګرمیږي چې تیره اوونۍ ولسمشراشرف غني لویې څارنوالۍ ته فرید حمیدي د سرپرست په حیث ور معرفي کړ.

فرید حمیدي له دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کمېشنر په توګه دنده اجرا کړي ده.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د حکومت په بېلابېلو بنسټونو کې تغیرات د حکومت له مهمو لومړیتوبو څخه یاد کړي وو.

په همدې حال کې یو شمېرکارپوهان هم په عدلي او قضايي ارګانو کې پرجدي او فوري اصلاحاتو تاکید کوي.

د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اصلاحات باید د حکومت د دواړو رهبرانو ترمنځ د واک د وېش پر بنسټ ونه شي.

ښاغلي رنجبر زیاته کړه:

"په عدلي او قضايي ارګانونو کې اصلاحاتو ته خورا جدي ضرورت دی او ډېر وخته باید دا اصلاحات راغلي وای؛ اوس سره له دې چې ناوخته دي خو دغه اصلاحات مفید او ډېر ضروري دي مګر تشویش چې موږ لرو هغه دا دی بیا د اصلاحاتو په نامه د دغه دوو لیډرانو ترمنځ د پردې شاته د دغه پوستونو تقسیمات ونه شي."

له دې وړاندې د افغانستان د شفافیت د څار ادارې هم ویلي چې په عدلي او قضایې بنسټونو کې پراخ فساد خلک اړ کړي چې خپلې ډیرې قضیې د وسله والو طالبانو په محکمو کې حل کړي.

افغان څیړونکي وايي چې د فساد د ریښو د ختمولو لپاره باید په عدلي او قضایې ارګانونو کې مسلکي او پاک کسان استخدام او د پولیسو او څیړونکو ادارو د پیاوړتیا لپاره باید ډیرڅه تر سره شي.

محمد حدیث پردېس