خوست کې زرګونه جریبه ځمکه غصب شوې

د خوست د دولتي ځمکو د ادارې چارواکي وايي چې په زرګونو جريبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

د ځمکو ادارې رئيس سيد يونس طاهري ازادي راډيو ته وويل چې په خوست کې د دولتي ځمکو غصب کېدلو، د دولت عوايد زيانمن کړي او د ډېرو نورو ټولګټو پروژو مخه يې نيولې ده.

بلخوا په خوست کې د کرنې رياست يوه مسؤل نقيب الله مسافر وويل، چې په دې ولايت کې ښايي تر يولک جريبو پورې ځمکه غصب شوې وي.

ويل شوې چې دولتي ځمکې د ښار په ځينو برخو دغه راز يعقوبيو، اسماعيل خېلو او مندوزيو کې غصب شوي دي.

دا يوازې خوست نه دى چې دولتي ځمکې په کې غصب شوي، راپورونه وايي په ټول افغانستان کې په لکهاوو جريبه ځمکه زورواکو لاندې کړې ده.