اتریش او د بالکان د سیمې هېوادونه ښایي خپلې پولې وتړي

اتریش او د بالکان د سیمې هېوادونو موافقه وکړه چې خپلې پولي به ټینګوي خو د دې ترڅنګ خبرداری ورکوي چې ښایي هغه په بشپړه توګه وتړي.

پرون د ویانا په غونډه کې د اروپایي ټولنې د غړېو، اتریش، سلووینیا، کرویشیا او بلغاریا د کورینو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره د بالکان د هېوادونو، البانیا، بوسنیا، کاسوو، مقدونیه، مونتینیګرو وزیران هم یوځای شول.

په هغه اعلامیه چې د غونډې په پای کې خپره شوې ویل شوي چې امکان نه لري چې د نامحدود شمېر کډوالو او پناه غوښتونکو غوښتنلیکونو ته رسیدګي وشي او په دې برخه کې باید محدودیتونه د کورني امنیت او ټولنیز نظم د ساتلو په خاطر ولګول شي.

په دغه اعلامیې کې چې ۱۹ مادې لري دغه راز ویل شوي چې د هغو کډوالو په شمېر کې باید د پام وړ کموالی راشي چې د لویدیځ بالکان د هېوادونو له لارې سفر کوي.

د دغه بهیر د مخنیوي لپاره پر څو مسالو تاکید شوی دی:

د هغو کډوالو چې نړېوال خوندیتوب ته اړتیا نه لري، د هغو کسانو چې بې پاسپورټه یاهم په جعلي سندونو سفر کوي یا هم د هغو کډوالو چې د خپل تابعیت یا هویت په اړه دروغ وایي، باید مخه یې ونیول شي.

اعلامیه د نوم لیکنې د پروسې لپاره د ګډو نورمونواو د هغو پناه غوښتونکو لپاره چې د پناه اخیستو زیات چانس لري د سهمیې د رامنځ ته کیدو غوښتنه کوي.

اعلامیه همدا راز د اروپایي ټولنې له ټولو غړېو غواړي چې خپلو هېوادونو ته د هغو کسانو د ننوتو مخه ونیسي چې په شرایطو برابر نه دي.

اتریش په دې وروستیو کې د هغو پناه غوښتونکو شمېر چې د ورځې یې مني محدود کړی دی.

دا هېواد په خپلو پولو د ورځې اتیا تنو کډوالو ته اجازه ورکوي چې خاورې ته یې ننوځي.

د اتریش دغه اقدام د دې سبب شوی چې جنوب لوري ته په نورو پولو کې سخت مقررات وضع شي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیرې یوهانا میکل لیتنیرJohanna Mikl-Leitner د دغې ستونزې د هواري لپاره د یوه همغږي اقدام غوښتنه وکړه، داسې یوه اقدام چې له پولو سره کډوال ډلې ډلې ایسار نه کړي چې دا به یوه غمیزه وي.