په خوست کې تر ۳۰ زره جریبه ډېره دولتي ځمکه غصب شوې

په خوست کې د دولتي ځمکو د ادارې چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د دولت د کادستر شوېو ځمکو تر نیمايي ډېره برخه د ځايي خلکو له خوا غصب ده.

دوی زیاتوي، که څه هم په خوست کې د افغانستان د یو شمېر نورو سیمو په شان د زوراکو او پخوانیو تنظیمي قوماندانانو له خوا د دولتي ځمکو د غصب مساله نشته، خو بیا ځینو قومي مشرانو د خپلو شخصي ګټو په خاطر ځايي خلک د حکومتي ځمکو غصب ته هڅولي دي.

چارواکي زیاتوي د خوست په مرکز پنزایه، کرم کلي، کاروان سرای، بډاخېله کې او د دې ترڅنګ تریزي ، یعقوبي همدارنګه د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ هغه سیمې دي چې د حکومت د سوابقو پر اساس په کې زرګونو جریبه دولتي ځمکې غصب شوي دي.

په خوست کې د ځمکو د ادارې مشر سیدیونس طاهري وايي چې د دولتي ځمکو غصب حکومتي عوایدو ته میلیونه ډالره زیان اړولی او د ډیریو ټولګټو پروژو د تطبیق مخه يې نیولې ده.

ښاغلی طاهري په خوست کې د دولتي ځمکو ارقام په دې توګه ازادي راډیو ته وړاندې کوي:

"د خوست په ولایت کې جمعاً ۵۸۳۱۵جریبه ځمکه په بیت المال کې ثبت شوې او د کادستر له لرویه موجوده ده چې ۳۸۸۷۷ جریبه عادي او ۱۹۴۳۸ جریبه ځمکه للمي ځمکه ده."

په خوست کې د ځمکو د ادارې مشر زیاتوي چې که ځايي اداره له غاصبینو څخه د دولتي املاکو د خلاصولو لپاره کوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو په راتلونکو څو کلونو کې به دوه جریبه ځمکه هم د ټولګټو پروژو د پلي کیدو لپاره ونه مومي.

نوموړی په خوست کې د ټولو دولتي املاکو نه کادستر هم د غاصبینو له خوا د ځمکو د لاندې کولو لپاره یوه پلمه په ګوته کوي او وايي چې که غرونه، دښتې، د غرونو لمنې او د سیلاونو څنډې په کادستر او دولتي املاکو کې شاملې شي، نو ممکن په دولتي اسنادو کې ثبت شوې ځمکه يې تر دوه فیصدو ډېره نه وي:

"که دا غرونه، د غرونو لمنې چې دا ټول عامه او د دولت ملکیت دی، سروې يې کادستري يې وشي، ممکن دا ثبت شوې ساحه يې دوه فیصده هم نه وي، ځکه موږ په خوست کې دقیقه احصاییه نه لرو."

یونس طاهري د بیلګې په توګه د ادارې کمپلیکس سره نږدې د ځمکني ترانسپورټ د ترمینل پروژه او د ښوونکو د دریو ښارګوټو د پروژې د تطبیق پر وړاندې ستونزې یادوي.

دی د خوست ښار په لویدیزه څنډه کې د سړو خونو د سترې او مهمې کرنیزې پروژې نه تطبیق هم د غصب له هغو ستونزو بولي چې منظوره شوې پروژه يې بېرته کېنسل شوه.

د خوست د ولایتي شورا د نظارت کمیسیون مشر امیرالله زړه سواند هم وايي چې د ډیری حکومتي ځمکو نه کادستر او بل د هرې ورځې په تیریدو د ځمکو د ارزښت ډيریدل د دې لامل شوي چې یو شمېر مشران عام خلک د ځمکو غصب ته وهڅوي.

دی زیاتوي:

"په دې اړه تشویش موجود دی، دولت ته مناسبه ده چې پدې اړه خاص اجراات تر نظر لاندې ونیسي، ځکه ټول انکشافي کارونه په ځمکو کې کیږي، د خلکو لپاره د کار زمینې هم د ځمکو د ابادولو په صورت کې امکان پذیرې دي، نو انديښنه داده چې غصب د دې ټولو پرمختګونو او یا د ضرورتونو د رفع کولو مانع شوي دي."

امیرالله زړه سواند په خپلو خبرو کې له حکومت څخه د غصب شویو ځمکو د بېرته خلاصولو لپاره د رغنده اجرااتو غوښتنه وکړه.

بل خوا په خوست کې د کرنې د ادارې یو تن مسوول نقیب الله مسافر وايي چې ښايي په خوست کې تر سلو زرو جریبو پورې دولتي ځمکه غصب شوې وي:

" غصب شوې ځمکه له شپیتو زرو نیولې ان تر یو لک جریبو پورې ده، هغه ځمکه نیول شوې ده؛ چې د اساس په کتابونو کې درج ده. "

د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ هم په یاد ولایت کې د پرمختیايي پروژو د پلي کیدو پر وړاندې د ځمکو غصب جدي ننګونه بولي او زیاتوي چې له دې کبله خوست ته په میلیونونو ډالره منظورې پروژې مستردې شوي دي.

ښاغلی ځدارڼ زیاتوي:

"د همدغه بد مرغه غصب له امله د خوست ولایت د لسګونه میلیونه ډالرو منظورې شوې پروژې بېرته مستردې شوي دي، په دې برخه کې خلکو سره ډېر لوی خیانت شوی دی، په دې غاصبینو کې ممکن د دولت مامورین هم شامل وي، په دې غصب کې زورواکي او هغه د ځمکې مافیا چې د ځمکو د غصب له پاره په ډېر منظم ډول په یو چوکاټ کې راټول شوي، موږ په دې برخه کې کاملاً جدي روان یو. "

د یادونې وړ ده څو ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمداشرف غني د کرنېزې پراختیا څلورم ملي کنفرانس کې وویل چې کرنه د هېواد سیاسي او اقتصادي ثبات جوړوي او د دې کار لپاره به په هېواد کې د اوبو بندونه ډير او غصب شوي ځمکې به له زورواکو را وګرځوي.

همدارنګه څه موده وړاندې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د کميټې له خوا د خپور شوي رپوټ پر اساس په لسو وروستیو کلنو کې یو اعشاریه دوه میلیونه جریبه دولتي ځمکهد چارواکو له خوا غصب شوې ده او د ځمکو د غصب بهیر لاهم دوام لري.

نجیب الله الوخېل