په هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د زعفرانو کښت زیات شوی

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې په روان ۱۳۹۴ لمریز کال کې د تېرو کلونو په پرتله د زعفرانو کښت زیات شوی دی.

د دغه وزارت مسوولین وايي چې په دې کال کې په څلوریشتو ولایتونو کې زعفران کرل شوي و چې ښه حاصلات یې هم درلودل.

په ورته وخت کې د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت وايي، که د زعفرانو د کښت پراختیا ته سمه توجه وشي ښايي دا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بدیل وګرځي.

صباوون امیرزی د دې موضوع په اړه راپور اوروي:

Your browser doesn’t support HTML5

په هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د زعفرانو کښت زیات شوی