ولسمشر اوباما: د ګوانټانامو زندان دامریکا دارزښتونو خلاف دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي، د ګوانټانامو زندان د امریکا ملي امنیت کمزوری کولی شي او د امریکا د ارزښتونو خلاف دی.

اوباما له همدې کبله ددغه زندان د تړلو خبره کړې ده.

نوموړي د ګوانتانامو زندان د تړلو طرحې د څرګندولو پر مهال وویل:

" له ډېرو کلونو راپدېخوا دا څرګنده شوې چې د ګوانټانامو زندان زموږ امنیت نه ټینګوي، بلکه کمزوری کوي یې."

د ولسمشر اوباما په خبره ددغه زندان ۳۵ تنه بندیان به نورو هېوادونو ته ولېږل شي او متحده ایالات به د پاتې بندیانو د ارزونې چارې ګړندۍ کړي چې ایا د انتقال وړ دي که څنګه.

د امریکا حکومت په کال کې ۴۴ میلیونه ډالره د ګوانټانامو پر زندان لګوي.

د دغه زندان بندول د ولسمشر په توګه د اوباما تر ټاکل کېدو وروسته د هغه لومړنۍ ژمنه وه.

دغه زندان په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په سپارښتنه جوړ شو او هغه طالبان او د القاعده مشکوک غړي په کې ساتل کېږي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپتمبر ۱۱ تر بریدونو وروسته په افغانستان کې د امریکا د جګړې د پیلېدو راهیسي نیول شوي دي.