د امریکا دفاع وزارت: د ګوانټانامو زندان بندولو پلان یې چمتو کړی

د امریکا دفاع وزارت وايي چې د ګوانټانامو زندان د بندولو لپاره جوړشوی پلان یې کانګرس ته د سپارلو لپاره چمتو کړی دی.

د پنټاګون ویاند تورن جف دیویس پرون وویل، پنټاګون پوهیږي چې د دې پلان د سپارلو مهلت نن پای ته رسېږي او دوی خپل کار له ټاکلي مهلت سره بشپړ کړی دی.

ګوانټانامو زندان په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د پرځولو لپاره د امریکا د پوځ له عملیاتو سره سم د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پرمهال پرانیستل شوی و او هغه کسان په کې ساتل کېدل چې وسله وال دښمن بلل کېږي.

دا زندانیان همداراز له هغو حقونو څخه هم بې برخې دي چې نور امریکایان یې لري.

د دې زندانیانو ډېری له څو کلونو راهیسې له محاکمې پرته هلته وساتل شول.

ولسمشر بارک اوباما غوښتل د ولسمشر په توګه د کار له پیله ویل چې دی غواړي ګوانټانامو زندان بند کړي.

اوباما استدلال کاوه چې له دې زندان څخه افراطي وسله وال د کسانو د استخدام لپاره د یوې پلمې په توګه کار اخلي خو اوباما په کانګرس کې له مخالفتونو سره مخامخ و.

تمه ده چې د پنټاګون په راپور کې به په دې اړه جزییات روښانه شوي وي چې د ګوانټانامو پرځای د یوه بل زندان پر جوړولو به څومره مالي لګښت راځي.