یو غم ځپلی پلار وايي،وچه ډوډۍ وخورئ خو خپله خاوره کې اوسئ

د یونان په اوبو کې د یوې افغانې کورنۍ د څوارلسو ډوبو شوو غړو له ډلې د ۷ تنو جسدونه د شنبې په ورځ کابل ته را انتقال شول.

د دغو کسانو خپلوان له خلکو غواړي چې اروپایي هېوادونو ته غیرقانوني سفرونه ته زړه ښه نه کړي.

د حامد کرزي د نړېوال هوایي ډګرد سرحدي پولیسو قومندان وایي چې تردې وړاندې هم د یو شمېرهغو افغانانو مړي کابل ته انتقال شوي چې اروپا ته د رسیدو په هیله په بحر کې ډوب شوي دي.

هغه پلار چې سخت غم ځپلی له ټولو افغانانو غواړي چې فریاد ته یې غوږ ونیسي او خپل ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي:

"زوې مې، خورزه مې، بل خورزه مې، لمسیان مې دوې یې راوړل او خاورو ته یې وسپارل، وچه ډوډۍ وخورئ خو خپله خاوره کې اوسئ، که پاسپورټ مو اخیستی ویزه مو اخیستې لاړ نه شئ کنه نو زما په څیر به تبا کیږئ."

دا لومړی ځل نه دی چې افغانان د یونان په اوبو کې ډوبیږي، بلکې له دې وړاندې هم د یونان له اوبو څخه د لسګونو نورو افغانانو مړي هم افغانستان ته انتقال شوي او لسګونه نور لادرکه شوي دي.

حاجي محمد ایوبي د امید ایوبي پلار د انسانانو قاچاق کوونکي د بشریت دښمنان ګڼي.

"هلته په سلګونو مړي دي، جسدونه یې شړیدلي خراب شوي دي،د انسانانو دا قاچاق کوونکي خلکو ته چل او فریب ورکوي، دوې د انسانیت دښمنان دي."

حمید چې له یوې پښې معلول دی خپل یوازنۍ زوی ته چې د یونان په اوبو کې ډوب شوی اوښکې تویوي:

"اووه جسدونه انتقال شوي پنځه نور لادرکه دي، له هغوي سره زما زوی هم شامل دی نه پوهیږم چې هغوي به نهنګ خوړلی وي او یا بل څه او زه هم معلول یم."

فضل رحمان دلاوري چې په اروپا کې ژوند کوي او د خپلو خپلوانو د جسدونو د پیژندلو لپاره ترکې ته تللی و، وایي:

"موږ هلته اووه-اته ورځې ټول ښارونه، ساحل او روغتونونه ولټول او په ډيرو ستونزو د اووه تنو جسدونه مو وموندل د پنځو تنو ان څيرې هم نه پیژندل کیږي جسدونه دوه یا درې ورځې په ابو کې پاتې کیږي ټول پړسیږي، د کبانو خوراک کیږي، ما داسې کسان هم لیدلي چې د کابانو خوراک شوي، له د ځنیو پښې او د ځینو لاس نشته."

په عین حال کې د کابل ښار اوسیدونکي حکومت په بې کفایتۍ تورنوي او د ملي وحدت له حکومته غواړي چې د خلکو وضیعت ته پام وکړي.

فریدالله قلندري په دې اړه وویل:

"۱۲ قبرونه موږ وکیندل، خلک خو تبا شول له بې وزلۍ او بیچارګۍ څخه، یو شمېر په اوبو کې ډوب شول ځيني هم مهاجر شول دا به تر کله؟"

دا کورنۍ چې ۱۲ تنه وو او اروپا ته د تګ لپاره حرکت کړی وو د پنځو تنو جسدونه موندل شوي او نور لاهم لادرکه دي.

د حامد کرزي د نړېوال هوایي ډګر د سرحدي پولیسو قومندان حق نواز حقیار خبریالانو ته وویل چې د مسافرینو ډوبیدو ډیر خفه کړي او خلک باید د وژل شوو کسانو له برخه لیکه عبرت واخلي او دا ډول سفرونه ونه کړي.

اروپا ته د غیرقانوني مهاجرت په لړکې افغانستان هم له هغو هېوادونو شمېرل کیږي چې د هرې ورځې په تیرېدو سره یې شمېر زیاتیږي.

ویل کیږي چې په تیر یوه کال کې نژدې څلور زره کسان اروپا ته د تلو په نیت په اوبو کې ډوب شوي چې شل سلنه یې افغانان دي.

د دوې کورنۍ له افغان حکومت څخه غواړي چې د انسانانو د قاچاق کوونکو د نیولو لپاره جدي اقدام وکړي او په هېواد کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ناجیه ساپۍ