ولسمشرغني:باثباته اقتصادي افغانستان په متوازنه کرنه کې وینم

د افغانستان جمهورریس محمد اشرف غني وايي چې کرنه د هېواد سیاسي او اقتصادي ثبات جوړوي او حکومت یې معاصریت ته جدي پاملرنه کوي.

نوموړي چې د شنبې په ورځ د کرنېزې پراختیا څلورم ملي کنفرانس ته خبرې کولې وویل، د دې کار لپاره به په هېواد کې د اوبو بندونه ډير او غصب شوي ځمکې به له زورواکو را وګرځوي.

د افغانستان د کرنې وزارت هم وایي چې د کرنې د ودې او پرمختګ لپاره یې یوه نوې طرحه جوړه کړې ده.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، هڅه کوي په هېواد کې د نوي کرنیزم سیسټم په پلي کولو سره افغانستان د کرنیزو توکو په صادراتي هېواد بدل کړي.

نوموړي د شنبې په ورځ په هېواد کې د کرنیزې پراختیا د دودولو څلورم ملي کنفرانس ته وویل چې د کرنې په برخه کې میراثي ستونزې پاته دي او لا هم د هېواد بزګران د اوبو، ځمکې، تخم او د لازمو وسایلو د نشتون څخه ځوریږي.

جمهور ریس غني وايي چې دی باثباته سیاسي او اقتصادي افغانستان په متوازنه کرنه کې ویني او له همدې امله حکومت د کرنې وده د یوه وزارت کار نه ګڼي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"یوه په ځان بسیا کرنه زموږ هدف دی، دا ځکه چې د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ثبات له کرنې سره تړلی دی، زموږ هدف دا دی چې له وارداتي هېواده د کرنې په یوه صادراتي هېواد بدل شو او همدا دلیل دی چې وروڼو او خویندو صادرات زموږ لپاره اهمیت لري."

هغه وايي چې په دې لړ کې د سوداګرو او خصوصي سکتور سره په دې کار کوي چې د جوزا له میاشتې دا ممکنه کړي ترڅو هره ورځ د هوا له لارې ۶۰۰ ټنه تازه میوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شي.

د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت بیا وايي چې په هېواد کې یې د معیارې کرنې د پراختیا لپاره له بل هر وخته هڅې ډیرې کړي او د واحد موډل په تطبیق کار کوي.

د کرنې وزیراسدالله ضمیر په دغه ملي کنفرانس کې وویل چې دوی د ټول هېواد لپاره یوه ملي پالیسي جوړه کړي چې له تطبیق سره یې د بزګرانو ډيرې ستونزې حلیدونکي دي.

ښاغلي ضمیر زیاته کړه:

"په تېرو ۱۴ کلونو کې د کرنې وزارت د تطبیق لپاره یوه واحده ستراتیژي نه درلوده؛ موږ نوي ستراتژي جوړه کړې دا ستراتیژي په ولسوالیو کې د شته خدمات رسونکو ترمنځ همغږي رامنځته کوي ترڅو پانګه اچونه او متوازنه پراختیا د پیژندل شوو او ملي معیارونو له مخې وشي."

د کرنې وزارت وايي چې دغه پالیسي په کلیو، ولسوالیو او مرکز کې پلي کیدونکي ده چې ورسره به کرنه ډیره، معیاري او حاصلات به لوړ شي.

څه موده وړاندې کرنې وزارت وویل، داسې پروګرام باندې کارکوي چې له مخې به یې میلیونونه هکتاره للمه ځمکه هم خړوبه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ټولو پراخو ځمکو او د اوبو د بې شمېره سرچینو له درلودلو سره- سره هم تر ډیره د خوراک کرنیز توکي له نورو هیوادونو واردوي.

افغان بزګران او بڼ والان وايي، په هېواد کې د کرنېزو محصولاتو د زیاتولو لپاره د دوی له ټولو هڅو سره اوس هم د دوی لومړنی ستونزې نه دي حل شوي.

د محمد نعیم په نوم برګر وايي چې بزګران په خپلو سیمو کې د اوبو له کمبود، بې کیفیته کمیاوي سرو، د ځمکو له غصب د سړو خونو له نشت او سوړ بازار سره مخ دي چې د دوی په مسلک یې بد اغیز کړی دی.

یوسف خان ځدراڼ