افغان پوځ به مارچ کې د ځانګړو بې پيلوټه الوتکو پروازونه پيل کړي

د افغانستان پوځ به د مارچ په میاشت کې د کشف او څارنې لپاره د ځانګړو بې پيلوټه الوتکو پروازونه پيل کړي.

د امریکايي ځواکونو یوه قوماندان جنرال ډېوېس ګوردون پرون پنجشنبې په کابل کې، روېټرز خبري اژانس ته وویل چې دا به د افغانستان د هوايي ځواک له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

د دې امریکايي جنرال په وینا، د سکن ایګل په نوم بې پيلوټه الوتکې له لیرې اداره کېدای شي او له ډېرې لوړې ارتفاع ښه فلم او عکس اخیستلای شي.

د رپوټونو په حواله ویل کېږي چې دا بې پيلوټه الوتکې به چې پرمختللې تکنالوژي لري، خپل پروازونه د افغانستان له جنوبي او شمالي سیمو چې په وروستیو کې د جګړې شدت په کې زیات وو، پيل کړي.

جنرال ډېوېس ګورډون روېټرز خبري اژانس ته وویل:

"موږ ته د لومړیو پروازونو لپاره الوتکې رارسېږي، د مرکزونو په تیارولو لګیا یو او د الوتکو پرزې او نور وسایل هم د رارسېدو په حال کې دي."

د افغانستان حکومت له نړیوالو ځواکونو د خپلې هوايي قوتونو د پياوړي کولو لپاره د زیاتو مرستو او وسایلو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ویلي چې بې پيلوټه الوتکې د وررسېدو په حال کې دي او دوی د تخنیکي کارکوونکو په روزنه او د نورو جزئیاتو په برابرولو لګیا دي.

ښاغلي وزیري رویټرز ته ویلي:

"زموږ یو شمېر پوځيان اوس مهال په امریکا کې د داسې بې پيلوټه الوتکو د کنټرول او ادارې په زده کړو لګیا دي، کله چې د دوی روزنیز پروګرامونه بشپړ شي، اردو به د دې الوتکو په چلولو پیل وکړي."

ښاغلي وزیري نه دي ویلي چې څومره افغان پوځيان اوس مهال په امریکا کې په دې اړه په زده کړو لګیا دي او څه وخت به یې دا پروګرام بشپړېږي.

خو امریکايي جنرال ډېوېس ګوردون ویلي چې د افغانستان پوځيان به په مزارشریف کې په یوه پوځي مرکز کې د روزنې پروګرامونه جاري وساتي او په همدې ځای کې به د الوتکو پرزې او نور وسایل هم ځای پر ځای شي.

ائتلافي قوتونو ویلي چې په پيل کې به نړیوال قراردادیان د افغانستان له پوځ سره د الوتکو په چلولو او کنټرول کې مرسته کوي او د افغان ځواکونو د روزنې دا پروګرام به لږ تر لږه درې کاله دوام وکړي.

د افغانستان پوځ به اته سیسټمونه ترلاسه کړي چې شپږ الوتکې هم په کې شاملېږي او د دې هېواد په ډېرو ناامنو سیمو کې به فعالیت کوي.

د سکن ایګل په نوم دا ځانګړې بې پيلوټه الوتکې چې د افغانستان پوځ ته ورکول کېږي، د کشف او څارنې لپاره جوړې شوي چې د هرې یوې بیه یو لک ډالر ده.

دا الوتکې ډېرې پرمختللې کمرې لري او کولای شي چې په مستقیم ډول له ډېرې لوړې ارتفاع وېډیويي فلمونه او عکسونه واخلي او په ورته وخت کې يې د ادارې مرکز ته ولېږدوي.