ایوب زاده: د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې کار دې ډېر ژر پیل شي

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې غړی محمد نعیم ایوب زاده

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د غوراوي کمېټه له افغان حکومته غواړي چې باید ډېر ژر د دوی کار پیل او له بې ځایه وخت تېرولو څخه ډډه وشي.

د دغه کمېسیون یوه غړي محمد نعیم ایوب زاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اړتیا ده په افغانستان کې د شفافو او ټولو ته د قبول وړ انتخاباتو لپاره بدلونونه رامنځه شي.

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د غوراوي کمېټه غوښتنلیکونه په لاس د ۳۶ غوره کمېشنرانو د ټاکلو په هدف د جمهوري ریاست د اقداماتو لار څاري.

ټاکل شوې چې یاده کمېټه له څه باندې ۴۰۰ کاندیدانو ۲۱ کاندید کمېشنران د انتخاباتو کمېسیون او ۱۵ نور د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته غوره کړي.

د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د کمېشنرانو د غوراوي کمېټه له افغان حکومته غواړي چې باید ډېر ژر د دوی کار پیل او له بې ځایه وخت تېرولو څخه ډډه وشي.

د دغه کمېسیون یوه غړي محمد نعیم ایوب زاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اړتیا ده په افغانستان کې د شفافو او ټولو ته د منلو وړ انتخاباتو لپاره بدلونونه رامنځته شي.

ښاغلي ایوب زاده زیاته کړه:

"له وخت وژنې څخه ډډه وشي، باید زموږ کار ژر پیل شي، باید خلک ډېر په انتظار کې پرې نه ږدو او اړتیا ده چې د شفافه او عادلانه انتخاباتو لپاره کرارـ کرار د بدلونونو لور ته ولاړ شو."

ښاغلي ایوب زاده وايي چې د دوی د کار لومړی پړاو بشپړ شوی، غوښتنلیکونه راټول شوي او کله چې یې بیا کار پیل شي نو د غوښتنلیکونو ارزونه به وکړي.

د افغانستان کابینې یوه اوونۍ مخکې د تېرې چهارشنبې په ورځ د انتخاباتي کمېسیونونو د تشکیل او دندو او صلاحیتونو طرحه تصویب کړه.

د کابینې له خوا دغه اقدام په داسې حال کې وشو چې د افغانستان ولسي جرګې د روان لمریز کال په قوس میاشت کې په دې اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړی و.

د دغه فرمان تر ردولو وروسته د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره د غوراوي د کمېټې کار له خڼد سره مخ شو چې د یادې کمېټې غړو له ولسمشره د خپل کار د دوام په هدف د بل تقنیني فرمان غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې کابینې د تقنیني فرمان متن توشیح کړی چې تر اداري مراحلو وروسته یې ولسمشر هم توشیح کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي وايي:

"د افغانستان کابینې د تقنیني فرمان متن توشېح کړ، اوس فرمان خپل اداري مراحل تېروي، تر څو چې د ولسمشر په مېز کېښودل شي او هغه یې توشېح کړي."

تمه ده چې دغه تقنیني فرمان د وکیلانو تر ژمنیو رخصتیو وروسته ولسي جرګې ته ولېږل شي.

د حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې نظر دي که دغه فرمان بیا هم د ولسي جرګې له لوري رد شي نو د غوراوي کمېټې کار به بیا ځلي له قانوني خنډ سره مخ شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د افغانستان ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره انتخابات به د راروان لمریز کال د میزان د میاشتې په ۲۴ نېټه ترسره شي.

راپور: اجمل تورمان