نی:په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له۲۵۰ ډېر خبریالان له هېواده وتلي

د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال په ترڅ کې د رسنیو تر۲۵۰ ډېر غړي له افغانستانه وتلي دي.

د نی ادارې رییس مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل چې له هېواده د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو تګ ته اندېښنه لري.

ښاغلي خلوتګر د دومره ډېرو خبریالانو د وتلو د علت په اړه وویل:

" وروسته تر دې چې خلکو په افغانستان کې داسې ګومان وکړ چې د اروپا سرحدونه د افغانانو، عراقیانو او سوریایانو پرمخ پرانیستل شوي دي، نو افغان خبریالانو هم افغانستان ترک کړ."

د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت په وینا په وروستیو کې تر دوه نیم لکه ډېر افغانان اروپا ته تللي دي او د پناه اخیستو درخواستونه یې ورکړې دي.