"طالبانو په خپلو محاربوي لیکو کې د ماشومان شمېر ډیر کړی"

د بشري حقونو د څارسازمان وایي، وسله والو طالبانو د ۲۰۱۵ میلادي کال له نیمایې څخه په خپلو محاربوي لیکو کې د ماشومانو شمېر ډیر کړی دی.

د دغه سازمان یوه نوې څیړنه ښیې چې طالبان ماشومانو ته بېلابېلې پوځي روزنې ورکوي او د ماینونو د جوړولو او ځای پرځای کولو په ګډون یې په مختلفو پوځي عملیاتو کې په کار ګماري.

د سرتیرو په توګه د ماشومانو استخدام د نړېوالو قوانینوله مخې جنګي جرم بلل کیږي.

د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان په پوځي لیکو کې د ماشومانو د استخدام په تړاو په تازه راپور کې په کندز ولایت کې د طالبانو چلند ته اشاره کړې چې تر ډیره له مدرسو او اسلامي ښونځیو څخه د ماشومانو د پوځي روزنتون په توګه کار اخلي.

په دې موندنه کې د روزل کیدونکو ماشومانو عمرونه له ۱۳ تر ۱۷ کلونو پورې یاد شوي دي چې ډیری یې په پوځي عملیاتو کې استخدامیږي.

په دې څیړنه کې د هغو دیارلسو ماشومانو له خپلوانو سره مرکې شوي چې تېر کال د پوځیانو په توګه ګمارل شوي دي.

د دغو کسانو ادعاوې بیا له مدني فعالانو، سیاسي شنونکو او ملګروملتونو سره تحلیل شوي دي.

تردې وړاندې طالبانو په پوځي لیکو کې د ماشومانو د ګمارنې ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې هغه کسان ګماري چې ذهني او فزیکي بلوغ ته رسیدلي وي.

د بشري حقونو د څارسازمان د موندنو پر اساس له ۲۰۱۲ کال راهیسي په کندز او د افغانستان په نورو شمالي ولایتونو کې د طالبانو تر واک لاندې مدرسې فعالي دي.

دوی وایي، تر دې وړاندې طالب قومندانانو ماشومان د پوځي روزنې لپاره د پاکستان شمالي وزیرستان ته لیږل، خو سره له دې چې اوس هم هغه روزنې دوام لري د شنونکو او ځایې اوسیدونکو په خبره طالبانو په کندز کې د لږترلږه درېیو ولسوالیو په نیولو سره اوس دغه پوځي روزنه په سیمه ییزه کچه پیل کړې ده.

د افغانستان په برخه کې د بشري حقونو د څار نړېوال سازمان یوه لوړ پوړې مشره پاتریشیا ګوسمن وایي، طالبان باید ژر تر ژره دغه کار بند کړي او ان هغه ماشومان هم له خپلو لیکو بیرته وباسي چې ادعا کیږي په خپله خوښه ورغلي دي.

بل خوا افغان حکومت هم له ورته انتقادونو سره مخامخ دی.

افغانستان په تیره بیا افغان ځواکونه په ۱۳۸۹ کال کې د ملګرو ملتونو په هغه بدنامه لست کې شامل شول چې ویل کیږي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تر قانوني سن کم عمره ماشومان جذبوي، خو افغان حکومت دغه ادعاوې ناسمې بولي او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی افغان ځواکونه له دې لسته وباسي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د افغانستان د جګړې له ښکیلو خواوو غوښتي وو چې په جګړه کې د ماشومانو له کارونې ډډه وکړي.

ویل کیږي وسله والو طالبانو له ۱۹۹۰ کلونو راهیسي په پوځي لیکو کې د ماشومانو استخدام پیل کړی، خو د بشري حقونو د څار سازمان په یوه تازه څیړنه کې راغلي چې دغه ډول ګمارني په ۲۰۱۵ کال کې ډیري شوي دي.

ویل کیږي چې طالبان له دې کبله ماشومان استخداموي چې په آسانۍ سره جګړې ته تشویق کیږي او بل دا چې دوی لا پدغه عمر کې د کورنۍ په وړاندي هیڅ ډول مسولیت نه احساسوي او د خطرناکه کارونو منلو ته حاضریږي.

د دې کار یو بل دلیل بیوزلي هم ښودل شوې ده. د طالبانو مدرسو ته تر ډیره د بیوزلو کورنیو ماشومان جذبیږي او هغوی ته یې لګښتونه ، خواړه او کالي ورکول کیږي او په ځینو مواردو کې مدرسو ته د ماشومانو د تګ په بدل کې کورنیو ته پیسې ورکول کیږي.

د نړېوالې جنایې محکمې د قوانینو پر اساس چې افغانستان یې هم غړیتوب لري، په پوځي چارو کې د ماشومانو استخدام جنګي جرم دی او هر هغه څوک یا لوری چې ددې کار په تنظیم ، همکارۍ یا ترسره کولو کې ښکیل وي، باید تر قانوني تعقیب لاندي ونیول شي.