کابل ښاریان د بریښنا له نشتونه سرټکوي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل ښار یو شمېراوسیدونکي وايي، د برېښنا نشتون دوی له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وايي، له لېرې ځایونو نه اوبه راوړي په لوړ پوړو ودانیو کې تشنابونه بند دي او نورې سختې ستونزې ګالي. کابل ښار چې پخوا به د شپې له خوا روښانه ښکاریده، اوس په کې روښنایي کمه شوې او خلک په کورونو کې د ګازونو، څراغونو او شمعو رڼاوو ته ناست وي.