د پاکستان ولسمشر له خلکو وغوښتل چې د مینانو ورځ دې نه لمانځي

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين له خپلو خلکو وغوښتل چې ولنټاين يا د مينانو ورځ دې نه لمانځي.

حسين دا ورځ د لوېديځ وارد شوى کلتور بللې او غندلې يې ده.

د پاکستان ولسمشر چې پرون د يوه ملتپال مشر د درناوي مراسمو ته د وينا پر مهال له محصلانو سره خبرې کولې وويل، ولنټاين د پاکستان له کلتور سره کوم ارتباط نه لري او بايد مخه يې ونيول شي.

ممنون حسين له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د دې ورځې د لمانځنې پر ځاى دې خپلو درسونو ته پام وکړي.

که څه هم دا ورځ مسيحي ريښې لري، خو په پاکستان کې زيات مينه وال لري، ځکه خو ملايان يې منع کولو ته اړ شوي دي.