د کابل ګارنېزیون مسؤلین وايي د ۱۰۰ موټرو تورې ښيښې یې لیرې کړي

د کابل ګارنېزیون عمومي قومانداني وايي چې په تېرو دوو ورځو کې یې د ښار په بېلابېلو سیمو کې له څه باندې ۱۰۰ موټرو تورې ښيښې لیرې کړي دي.

له دغې قوماندانۍ څخه نن په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ګارنېزیون پولیسو په ښاري ګزمو کې له غیر مسؤلو وسله والو څخه بې اسناده یو شمېر وسلې هم ترلاسه کړي دي.

د کابل ګارنېزیون تېر کال په ښار کې د خپل سریو د مخنیوي په هدف رامنځته شو او دا مهال په ښار کې منظمې ګزمې کوي.

خو خلکو له دې وړاندې انتقاد کړی چې پولیس د موټرو د ښیښو په سپینولو کې توپیري چلند کوي.