د افغانستان په شمال زون کې د ښځو صحرايي محاکمې ډېرې شوي

د افغانستان په شمال زون کې سږ کال د ښځو ۱۱ صحرايي محاکمې شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په شمالي ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تشدد د زیاتېدو خبر ورکوي.

په بلخ کې د دې کمېسیون د ساحوي دفتر مشرې خماري حیدري پرون «پنجشنبه» ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال موږ په شمال کې د صحرايي محاکمو ډېر موارد ولیدل چې د ډېرې خواشینۍ خبر دی او موږ ته یې ټکان راکړی. تېر کال موږ په شمال کې داسې یوه پېښه هم نه درلوده خو سږ کال ۱۱ پېښې ثبت شوي دي."

مېرمن حیدري څرګنده کړه چې سږ کال یې د ښځو په وړاندې د تشدد ۹۰۰ بېلابېلې پېښې ثبت کړي چې ۱۳۰ يې جنسي تېري، قتلونه او جبري ودونه دي.