کورتولموس: ترکیه به د سوريي کډوال یوازې پرې نه ږدي

ترکیه وايي، که څه هم له سوریې څخه د نورو کډوالو د منلو وس نه لري، خو بیا به هم دې کار ته دوام ورکړي.

د ترکیې مرستیال صدراعظم نعمان کورتولموس پرون وویل، په سوریه کې د دولتي ځواکونو د پراخو پوځي عملیاتو له پیل سره لسګونه زره کسان د ترکیې او سوریې ترمنځ د کیلیس په سرحد کې بند پاتې دي او د تلو لپاره ځای نه لري.

کورتولموس د ترکیې سي ان ان ټلویزیون ته وویل چې دا خلک به تر بمباریو لاندې مړه شي خو ترکیه به خپل دروازې هغو ته پرانیزي.

نوموړي زیاته کړه چې ترکیه به دا کډوال یوازې پرې نه ږدي.

په حلب ښار کې د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو کې د سوریې د حکومت د پوځي عملیاتو له پیل وروسته شاوخوا ۳۵ زره کډوال د سوریې او ترکیې په ګډ سرحد کې بند پاتې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشرې فیډریکا موګیریني پرون سهار پر ترکیې غږ وکړ چې که له قانوني لارې امکان نه لري نو په اخلاقي او بشري دلایلو دې کډوالو ته پناه ورکړي.

اروپايي ټولنې په تیره نوامبر میاشت کې له انقرې سره یو موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې دا ټولنه ترکیې ته درې اعشاریه درې میلیارد ډالر ورکوي څو له هغو سوري پناه غوښتونکو سره چې په ترکیه کې یې پناه اخیستې ده مرسته وکړي.