کاناډا پر ایران ډېری لګول شوي بندیزونه لرې کړل

کاناډا پر ایران اکثره لګولي بندیزونه لرې کړل چې له دې سره اوس کاناډایي شرکتونه کولی شي چې له ایران سره سوداګري پيل کړي.

له ایران سره د نړۍ شپږو پیاوړیو هېوادونو اټمي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ایران خپل اټمي فعالیت کموي او نړېوال بندیزونه ترې لرې کوي.

کاناډا د دغه اټمي تړون غړې نه وه، خو د دې تړون ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې کاناډا وایي چې د اټوم او د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په برخو کې به پر ایران لګول شوي بندیزونه په خپل ځای وي.

د کاناډا د سوداګرۍ وزیرې کرستیا فریلنډ وویل، کاناډایي شرکتونه اوس کولی شي چې له نویو کړنلارو سره اعیار شي، خو په هغو برخو کې چې اندیښنې شته، محدودیتونه به پر خپل ځای پاتې شي.

کاناډا په ورته وخت کې غواړي چې له ایران سره خپل ډیپلوماټیک اړیکي چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې قطع شوي وو، بېرته عادي کړي.