په غور کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی سږ کال دېرش په سلو کې زیات شوی

په غور کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی سږ کال دېرش په سلو کې زیات شوی دی.

په غور کې د بشري حقونو د کمېسیون سرپرست محمد جواد علوي آزادي راډيو ته وویل چې له دوی سره د ثبت شوېو قضیو له مخې سږ کال د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی چې په کې د ښځو وهل ټکول، د هغوی د پوزې یا غوږونه پرې کول او یا هم وژل شامل دي.

په غور کې د ښځو چارو ریاست هم تاییدوي چې تاوتریخوالی زیات شوی دی خو وايي چې دوی هڅه کوي څو د کورنیو او بهرنیو ادارو په مرسته دا تاوتریخوالی کم کړي.