په کابل کې "د سولې لپاره زر موسکا" په نوم د تصویرونو یو نندارتون

د مدني ټولنې یو شمیر بنسټونو د سولې لپاره د زرو مسکاوو په نوم یو کمپاین پیل کړی او وایي چې نور په هېواد کې د جګړو د دوام او ملکي خلکو وژنې خسته کړي دي.

په کابل کې د عکسونو د یوه نندارتون جوړونکي په دې باور دي چې په یوې مسکا سره کولای شو د ژوند سختۍ او ناخوالۍ په آسانۍ سره تېرې کړو.

په دغه نندارتون کې چې د سولې لپاره د زرو مسکاوو د نړیوال کمپاین په نوم د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دارالامان تخریب شوي ماڼۍ ته نږدې جوړ شوی؛ شاوخوا زر عکسونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

له تاوتریخوالي نه پرته نړۍ په نوم سازمان او په افغانستان کې د سولې لپاره د بشري حقونو د مطالعې د موسسې مسولینو چې دغه درې ورځنۍ کمپاین یې پیل کړی وایي؛ په دغه عکسونو کې یې له افغانستان او نورو هېوادونو څخه د شاوخوا زرو بیلابیلو کسانو مسکا تصویر کړې ده.

د دغه نندارتون یو تن جوړونکې لیلی جعفري آزادي راډيو ته وویل چې ټول افغانان په ځانګړي توګه ځوانان له جګړو ډېر ستومانه شوي او غواړي د سولې د پیغام د لیږلو لپاره بیلابیلې لارې ولټوي:

"موږ په یوه برخلیک ټاکونکي پړاو کې یو. د سولې څلور اړخیزې خبرې هم په جریان کې دي. مونږ غواړو خپلو چارواکو او مخالفینو ته چې د سولې خبري پيلوي دا پیغام ورکړو چې نور په افغانستان کې جګړه بس ده. مونږ هم تاسو منو او راځۍ د افغانستان په همدې جغرافیې کې په سوله ییزه توګه ژوند وکړئ."

د دغه نندارتون تر څنګ تیاتر او د موسیقۍ پروګرام هم جوړ شوی و.

د نندارتون بلې ګډون کونکي ویما عرب زاده وویل چې دا ډول پروګرامونه کولای شي ځوانان د هیواد روښانه راتلونکي ته امید واره کړي.

"موږ چې اتیا فیصده خبرونو مو د وژنې، انتحار، چاودنې، زنا، غلا او داسي نورو شیانو دي. د دا ډول انځورونو لیدنه مونږ ته دا زیری راکوي چې نه باید د راتلونکې لپآره خپله هیله له لاسه ورکړو."

یو بل ځوان محمد سمېر چې هغه هم په نندارتون کې ګډون کړی و د دا ډول نندارتونونو د جوړیدو په اړه وایي:

"مسکا د سولې پیلونکې او ذایقه ده. تر هغو چې مونږ یې پیل نه کړو، لاسته راوړنه به و نه لرو. موږ په مسکا سره غواړو یو پیل و لرو او افغانستان کې سوله راولو."

په وروستیو کلونو کې افغان ځوانانو د سولې د پیغام د لیږدولو لپاره بیلابیل نوښتونه کړي دي.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د برخې معین کمال سادات چې په نندارتون کې یې ګډون کړی و آزادی راډیو ته په دې اړه وویل :

"د ځوانانو چارو معینیت له داسې ادارو سره کار کوي څو په افغانستان کې د سولې او پرمختګ لپاره کار وشي. دغه زر عکسونه دا ښیې چې راځۍ په مینې او محبت سره ژوند وکړو."

ددغه نندارتون جوړونکي د جګړې له ټولو ښکیلو خواوو غواړي چې ملکیانو ته زیان و نه رسوي. دوی د سولې په خبرو کې د ځوانانو پر ونډې تاکید کوي او وايې چې نباید وروستۍ لاسته راوړنې د سولې په خبرو کې قرباني شي.