عبیدي: د دهمزنګ په چاودنه کې ۹ تنه وژل شوي، ۱۲ ټپیان دي

د کابل امنیتي چارواکي وایي چې د دهمزنګ د سیمې په نننۍ انتحاري حمله کې نهه کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.

د کابل امنیتي چارواکي وایي، د درېیمې امنیتي حوزې په سیمه کې د شوې انتحاري حملې تلفات له دو پولیسو پرته ټول عام وګړي دي.

د امنیې قومندانۍ د جنایي تحقیقاتو مشر فریدون عبیدي وایي؛ انتحاري حمله کوونکی پلی روان و او کله چې د عامه نظم او امن د قوماندانۍ مخې ته د پولیسو له خوا وپېژندل شو؛ نو پر ځان پورې چاودېدونکي مواد یې وچوول.

ښاغلي عبیدي د پیښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې په حمله کې هماغه دوه پولیس ووژل شول چې حمله کوونکی یې پېژندلی و او نږدې ور روان و.

"په لویه لاره انتحاري حمله له هغې وروسته وشوه چې حمله کوونکی د پولیسو له خوا وپېژندل شو؛ پولیسو غوښتل حمله کوونکی ونیسي؛ خو حمله کوونکي د خلکو په منځ کې په ځان پورې چاودیدونکي مواد وچوول؛ په حمله کې نهه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

تاسو پوهیږئ چې دا د ګڼې ګوڼې ډکه سیمه او له ازدحام نه ډک سړک دی؛ وژل شوي او ټپیان ټول ملکیان دي؛ خو یوازې دوه هغه پولیس وژل شوي چې حمله کوونکي یې پېژندلی و."

حمله د دو بجو په شااوخوا کې دهمزنک چوک ته نږدې د عامه نظم او امن د پولیسو قوماندانۍ ته نږدې وشوه او دې سیمې ته د سرحدي پولیسو قومانداني او د ترافیکو ریاست هم نږدې پراته دي.

بل لورته د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ایوب سالنګي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په دې حمله کې لس کسان وژل شوي او شل نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اونۍ وړاندې د دهمزنګ ور ها خوا د دارلامان په سړک د طلوع ټلویزیون د کارکوونکو پر موټر انتحاري حمله وشوه.

د دهمزنګ د سیمې د انتحاري حملې عیني شاهدان وایي؛ یوشمیر ټپیان او وژل شوي کسان یې په بد وضعیت کې لیدلي دي.

"۱- زه سهیل رستمي یم، د سیمې یو اوسیدونکی. زه چې له کوڅې راووتم ډېر امبولانسونه مې په ساحه کې ولیدل؛ له تلفاتو خبر نه یم، خو امبولانسونه زیات وو.

۲- زما نوم سمیع دی، غوښتل مې له دهمزنګ نه نوآباد خوا ته ولاړ شم؛ کله مو چې ټپیان ولیدل په بد وضعیت کې وو؛ دوه درې مړي او ټپيان مې ولیدل؛ د یوه کس پښه ان د ژوبڼ دروازې ته نږدې پرته وه."

د کابل د نننۍ انتحاري حملې مسوولیت طالبانو اخیستی دی؛ د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

لوړپوړو افغان چارواکو دا حمله غندلې او د وژل شوو او ټپیانو له کورنیو سره یې غمرازي ښودلې ده.

راپور: اسدالله لودین

پخواني معلومات:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دهمزنګ په سیمه کې د انتحاري حملې هدف د عامه نظم او امن د پولیسو قومنداني وه.

کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حمله کوونکی پلی روان وو او د عامه نظم او امن د قومندانۍ مخې ته یې خپل چاودیدونکي مواد وچوول.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ایوب سالنګي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د دهمزنګ سیمې په حمله کې لس تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي چې ډېری یې ملکیان دي.

دغه حمله د ماسپښین د دو بجو په شاوخوا کې د همزنګ چوک ته نږدې د عامه نظم د پولیسو د قومندانۍ مخې ته وشوه چېرته چې د سرحدي پولیسو قومنداني او د ټرافیکو ریاست هم نږدې فاصله کې پراته دي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د دهمزنګ ور ها خوا د دارلامان په سړک د طلوع تلویزیون د کارکوونکو پر موټر انتحاري حمله وشوه.

وسله والو طالبانو د دغې حملې پر غاړه اخیستې ده.

پخواني:

نن تر غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د سرحدي پولیسو قوماندانۍ مخې ته یوه انتحاري حمله شوې.

د کابل امنیه قوماندانۍ پېښه تاییدوي؛ خو د تلفاتو په اړه یې تر اوسه جزیات نه دي ارائه کړي.

د سرحدي پولیسو قوماندانۍ یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ له ازاي راډیو سره په خبرو کې یې وویل چې یوه انتحاري حمله کوونکي غوښتل دغې قوماندانۍ ته ننوځي چې د امنیتي ځواکونو له خوا تر پېژندلو وروسته ډزې پرې وشوې.

د دغه مسوول په وینا، چاودنې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. خو د تلفاتو د کره شمېر په اړه یې معلومات ورنه کړل.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.