ولسمشر غني د خبریالانو د خوندیتوب په اړه یو حکم صادر کړ

د افغانستان ولسمشر د خبریالانو د خوندیتوب په اړه یو حکم صادر کړی دی.

دغه حکم چې د خبریالانو امنیت او هغوی ته پر وخت د معلوماتو ورکول او یو شمېر نورې موضوعګانې په کې راغلي دي چې د یکشنبې په ورځ د ولسمشر د ویاند د مرستیال له خوا خبریالانو ته ولوستل شو.

په داسې حال کې چې خبریالانو ډېر ځله پر دولت انتقاد کړی چې چارواکي پر وخت د پېښو په اړه معلومات نه ورکوي او د دوی امنیت ته هم پام نه کېږي؛ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د خبریالانو د خوندیتوب په تړاو د یکشنبې په ورځ یو حکم صادر شو.

په دغه حکم کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو د خبریالانو د امنیت، هغوی ته پر وخت د معلوماتو ورکول؛ د وژل شویو خبریالانو له کورنیو سره د مرستې په هدف د نړېوالو همکارانو د یو وجهي صندوق جوړول او یو شمېر نور هغه څه دي چې په دغه حکم کې راغلي دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي د دغه حکم یوه ماده د رسنیو استازیو ته داسې ولوسته:

"د افغانستان د ولسمشر حکم دا دی چې د خبریالانو د وژلو په اړه یو مفصل او منسجم راپور بې له دې چې دلیل یې معلوم وي باید ترتیب شي؛ په دې برخه کې باید ټول دولتي او نادولتي بنسټونه همکاري وکړي؛ ترڅو وکولای شوی یو روښانه تصویر ولرو."

په دغه حکم کې د رسنیو د فعالیت تقنیني چوکاټ؛ اطلاعاتو ته لاس رسی، د خبریالانو پر وړاندې د سلوکي قواعدو جوړول او د خبریالانو د خوندی توب په اړه یو شمېر نور موارد په کې هم شامل وو.

په ورته وخت کې د افغانستان د ژورنالستانو ازادې ټولنې هم د ولسمشر دا حکم وستایه او ویې ویل چې دغه حکم له خبریالانو سره په یو شمېر برخو کې مرسته کولی شي؛ خو نورې برخې یې عمومي موضوعګانې دي.

د دغي ټولنی رییس رحیم الله سمندر په دغه ناسته کې د ولسمشر د حکم په اړه وویل:

"موږ له دغه حکم نه هرکلی کوو، د دغې حکم یو شمېر برخې له موږ سره په امنیتي، خبرې پوښښ او اطلاع رسولو او یو شمېر نورو برخو کې مرسته کوي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خبریالانو پر وړاندی تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

خبریالان تل حکومت، وسله وال مخالفین او یوشمېر زورواکي ګرم بولي چې د تر ډېره دوی ته په ځینو برخو کې ستونزی پیدا کوي.

څو ورځې مخکې په کابل کې د طلوع ټلویزون د کارکوونکو په موټر باندې انتحاري حمله وشوه چې شاوخوا اته کسان په کی ووژل شول او نږدې دېرش په کې ټپیان شول.

د پیښې مسوولیت وسله والو طالبانو اخیستی دی.

راپور: محمد ابراهیم صافی