پاکستان ته د افغانستان د ملي امنیت د سرپرست سفر د هېواد په ګټه که تاوان؟

مسعود اندرابي د افغانستان د ملي امنیت سرپرست.

د افغانستان د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون اسلام اباد ته د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د سرپرست سفر د دې هېواد په زیان ګڼې.

وروسته له هغې چې پاکستاني رسنیو هغه هېواد ته د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست د سفر په اړه راپورونه خپاره کړل؛ د ولسي جرګې یو شمېر غړي او کارپوهان د دې سفر په اړه ضد او نقیض نظرونه لري.

د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون غړي وایي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو شریکول هېڅ کله د افغانستان په ګټه نه دی.

د دغه کمیسیون مرستیال عبدالحي اخندزاده د یکشبنې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې لاهم د افغانستان استخبارات په هغه حد کې نه دی چې وکولای شي د پاکستان له استخباراتي معلوماتو د هېواد د امنیت په ټینګښټ کې په سمه توګه کار واخلي.

"زه فکر کوم چې دا د افغانستان په ګټه نه دی؛ بلکل په تاوان دی، ځکه پاکستان کولی شي چې زموږ له استخباراتي ارګانونو څخه استفاده وکړي او د دوی له معلوماتو ګټه واخلي او کوم هېوادونه چې دلته په افغانستان کې دي او له افغانستان سره همکاري کوي؛ هغوی ته به شک پیدا شي او خپلې همکارۍ به ودروي؛ زه فکر کوم پاکستان اوس هم په خپل پخوانی موقف کې دی."

ښاغلي اخندزاده وویل چې د استخباراتي معلوماتو شریکول نه یوازې دا چې د افغانستان په ګټه نه دی بلکې د دې هېواد بهرنۍ اړیکې له هند او نورو هېوادونو سره به هم خرابې کړي.

د نوموړي په وینا، هند له افغانستان سره په ډېرو برخو کې پوځي مرستې کړې او که چېرې له پاکستان سره تفاهم لیک یا استخبارتي معلومات شریک شي؛ د هند مرستې به له افغانستان سره کمې شي.

دا خبرې وروسته له هغه کېږي چې یو شمېر پاکستاني رسنیو داسې راپور خپور کړ چې ټاکل شوې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست مسعود اندرابي د روان میلادي کال د فبرورۍ په څلورمه نېټه د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ویلي چې دا ناسته د امریکا متحده ایالاتو له لورې جوړه شوې چې د پاکستان د "ای. اېس. ای" یا استخباراتي شبکې عمومي رییس رضوان اختر سربیره د امریکا او چین استخباراتي استازي هم ګډون کوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو له تفاهم لیک څخه نږدې اوه میاشتې تېریږي؛ خو د یو شمېر خلکو له لورې له تندو عکس العملونو وروسته دا تفاهم لیک عملي نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان کار پوهان بیا وایي چې افغانستان په روان کړکیچن وضیعت کې دی او اړتیا ده چې د امنیت ټینګښت او سولې راوستلو لپاره له هېڅ یوې هڅې هم په شا نه شي.

افغان کار پوه عبدالباري عارض ازادي راډيو ته وویل چې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراختیا د افغانستان په ګټه ده:

"زه فکر کوم چې د افغانستان د ملي امنیت د سرپرست سفر پاکستان ته ګټور دی او دا به بده خبره نه وي چې له هغوی سره په استخباراتي مسایلو بحث وکړي؛ پاکستان په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی او تراوسه یې صادقانه عمل نه دی کړی؛ خو دا دې مفهوم نه لری چې د افغانستان دولت لپاره دا وروستۍ نتیجه ګیري وي."

خو د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست یوه مقام له ازادي راډيو سره په خبرو کې پاکستان ته د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست سفر رد کړ او د پاکستاني رسنیو راپورونه یې بې ځایه اوازې وبللې.

په عین حال کې د ولسي جرګې غړي وایي؛ که پاکستان هېڅ کله له افغانستان سره په خپلو ژمنو کې صادق نه و او حکومت باید له دې هېواد سره په اړیکو کې پام وکړي.