"افغانستان د آسیا په سطح د ماشومانو د مړیني په برخه کې لومړی ځای لري"

یو شمېر څیړونکې وایي چې ماشوم ته د مور او پلار نه پاملرنه د دې لامل ګرځي
چې ډيری ماشومان د سینه بغل ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

کندهار ولایت کې د طب پوهنځي استاد محمد عظیم زمریال وایي چې افغانستان د آسیا په سطح د ماشومانو د مړیني په برخه کې لومړی ځای لري.

نوموړی وایي، ډيری ماشومان چې د پنځو کلونو څخه یي عمر کم وي تر ډیره د سینه بغل د ناروغۍ له امله مري.

په دې اړه زموږ همکار سباوون کاکړ د کندهار ولایت د طب پوهنځي له استاد ښاغلي محمد عظیم زمریال چې اوس مهال د امریکا په متحده ایالاتو کې د روغتیا او پالیسۍ په برخه کې ماسټري کوي مرکه کړې او په سر کې یې ورڅخه پوښتلي دي چې د ماشومانو مړینه څومره ستر ګواښ دی ؟

Your browser doesn’t support HTML5

له زمریال سره مرکه