ځدراڼ په سوله او ټیکاو کې مهم رول لوبولی شي

د لويې پکتیا د ځدراڼ میشتو ولسوالیو قومي مخور، دیني عالمان، روڼ اندي او ځوانان وايي، که چیرې افغان حکومت د دې پراخه قوم محرومیتونو ته پاملرنه وکړي او د حکومت په جوړښت کې د ځدراڼو علمي کدرونو او مشرانو ته خپله ونډه ورکړي، نو دوی ته حاضر دي، چې د سولې په بهیر کې خپله ونډه پراخه کړي.

د خوست، پکتیا او پکتیکا د یوولسو ولسوالیو قومي مشران، چې د ځدراڼو د سولې او ثبات شورا په پرانېستغونډه کې راټول شوي ول، زیاتوله چې دوی ته د حکومت په جوړښت کې له وزارته نیولې بیا تر ولایت، سفارت او نورو مهمو دندو پورې، هېڅ یوه هم نه ده ورکړل شوې.

د سېشنبې پر ورځ د یادې شورا مشر الحاج مارک ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، د وسلوالو طالبانو په مشرانو کې د دوی د قوم خلک شته او دوی کولای شي، هغوی سره مخامخ خبرې وکړي.

ده وویل، د حکومت په جوړښت کې د دوی د کدرنو او مشرانو نه موجودیت د دې لامل شوی، چې هغوی وسلوالو ته د سولې د بلنې جرئت ونکړي:

"موږ د ځدراڼو قوم انشاالله د سولې په کار کې له نږدې رول لوبولی شو، موږ دوی سره خوله په خوله خبرې کولای شو او دې لپاره يې راغوښتی شو، اوس موږ هغو خلکو داسې نشو ویلای چې تاسو راشئ، ځکه هغوی موږ ته وايي چې په لس نیمو ولسوالیو کې یو وزارت نه دی درکړی، یو ولایت يې نه دی درکړی او تاسو ته يې په دومره ډېرو هېوادونو کې یو سفارت نه دی درکړی."

حاجي مارک زیاتوي که حکومت کې د دوی قوم ته ونډه ورکړل شي، نو دوی به په سوله او ثبات کې ښه رول ولوبوي.

دا چې د ځدراڼو د قوم د سولې او ثبات شورا به کوم کارونه وکولای شي، په اړه يې د افغانستان د مجاهدینو د سرتاسري شورا رئیس مولوي محمدسردار ځدراڼ وايي:

"د ځدراڼ میشتو قومونو د سولې او ثبات شورا به د حکومت سره د سولې په باره کې لا زیاته همکاري وکړي، همدارنګه به د ځدراڼو مسلکي او با استعداه ځوانانو ته په نظام کې د کارموندنې لپاره کار وکړي، همدارنګه به زموږ مشران او دیني علماء د سولې په پروسه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي."

د سولې او ثبات په نوم د شورا د اړتیا په تړاو مولوي سردار ځدراڼ زیاتوي، د دوی په سیمو کې د ورځې حکومت وي او د شپې له خوا وسلوالو مخالفین، نو په دې لحاظ د غرونو خلک د ناامنیو څخه ډېر متضرره دي او تر نورو زیات سولې ته تږي دي.

که له یوې خوا ځدراڼ میشتي قومونه په نظام کې د دوی له نشته ونډې ګیله من دي، بل لوري ته په لویه کې د خوست، پکیتا او پکتیکا ولسونو او مدني فعالانو هم تل غږ پورته کړی، چې په مناسبو حکومتي پستونو باندې د یادو دریو ولایتونو علمي او مسلکي کدرونو د ګمارنې په برخه کې د ملي یووالي حکومت پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.