"حکومت د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات نه دي کړي"

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، حکومت د هېواد د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.

سره له دې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره د اقداماتو خبرې کېږي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، حکومت لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټ ستونزه نه ده هواره کړې.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ د پاکستان د کراچۍ په بندر کې اوس هم افغان سوداګر له ستونزو سره مخ دي او کومې خبرې چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره شوي، عملي شوي نه دي.

ښاغلی الکوزی وايي:

"اقدام یې دا دی چې په دې اړه خبرې شوي، مکتوب لېږل شوی او جمهور رئیس هم خبرې کړي، خو د دې خبرو او مکتوب عملي کولو ته کوم اقدام نه دی شوی. نه پوهېږم چې د دې علت څه شی دی، حکومت خبرې کوي خو عملي کېدل یې نه لیدل کېږي."

ښاغلي الکوزي وویل، پاکستان د افغانستان له لارې خپلې سوداګریزې او ټرانزیټي چارې په اسانه توګه پرمخ وړي او د افغان حکومت له خوا ورته هېڅ ډول ستونزه نه ده پېښه شوې.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې اوس مهال د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته د افغانستان په صادراتو کې کموالی راغلی.

د دوی په خبره په دې وروستیو کې د هېواد ډېر مالونه د بندر عباس، حیرتانو او اقینې له بندرونو څخه یو شمېر هېوادونو ته صادرېږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اپټا د ټرانزیټي تفاهمنامې له مخې، افغانستان کولای شي چې خپل مالونه د کراچۍ او واګې له بندرونو څخه، نورو هېوادونو ولېږدوي او د پاکستان ټرانزیټ حق لري چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته واوړي.

مسؤلین وايي دا تفاهمنامه د دواړو هېوادونو تر منځ په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شوی او اوس مهال یې وخت مخ په ختمېدو دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پاکستان اوس مهال د دې تفاهمنامې د مودې اوږدولو ته تیار نه دی.

د دې خونې مسؤلین دا هم وايي، پاکستان له افغانستان سره د سیاسي ستونزو له امله دې موضوع ته لازم پام نه کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند مسافر قوقندي وايي، حکومت د هېواد د ټرانزیټي ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات کړي دي.

ښاغلی قوقندي زیاتوي:

"ستونزه چې زموږ سوداګر يې یادوي هغه دا ده چې د دوی مېوې د پاکستان د واګې له بندر څخه هندوستان ته نه تېرېږي. په دې هکله اقدام شوی او ستونزه له پنځه شپږو کلونو راهیسې کابو ۸۰ فیصده هواره شوې ده. افغانستان اوس مهال د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شوی او له ټولو ګاونډیو سره به د همدې سازمان د موادو سره سم فعالیت کوي او له ګاونډیو سره به یې تجارتي ستونزې حل شي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ویلي، د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې به له غړیتوب وروسته، له ګاونډیو هېوادونو سره هر ډول ټرانزیټي او سودارګریزې ستونزې له یاد سازمان سره شریکې کړي.

راپور: خان محمد سیند