په هرات کې دوې ښځینه پولیسې د ناڅرګندو کسانو په حمله کې ټپيانې شوي

د هرات امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار په دوو ښځینه پولیسو د ناپېژاندو وسله والو له خوا حمله وشوه.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرووف احمدي ازادي راډيو ته وویل چې دا ښځینه پولیسې د هرات په ښار کې د دوو موټرسایکل چلوونکو له خوا په ډزو وویشتل شوې او سختې ټپي شوي دي.

احمدي وايي چې د پېښې عاملین له سیمې تښتېدلي او پولیسو یې لټون پیل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په هرات کې پولیسو څلور هغه کسان ونیول چې ویل کېږي د جمعې په شپه یې دوه ښځې او دوه نارینه وژلي و.