امریکا په ایران کې پر ځینو شرکتونو او شخصیتونو نوې بندیزونه اعلان کړل

یوه ورځ وروسته له هغې چې د ایران په اټمي پروګرام پورې تړلي بندیزونه لرې شول، د امریکا متحده ایالاتو په ایران کې پر ځینو شرکتونو او شخصیتونو نوې بندیزونه اعلان کړل.

دا بندیزونه د دې هېواد د بالستیک توغندیو له پروګرام سره تړلي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په يوه اعلاميه کې ویلي، دا بندیزونه پر پنځو کسانو او د شرکتونو پر یوې شبکې چې په عربي متحده اماراتو او چین کې کار کوي لګول شوي دي.

د ملګروملتونو ماهرانو د تېر ميلادي کال په ډسمبر میاشت کې په یو راپور کې وویل چې د ایران له خوا په اکتوبر مياشت کې د منځني واټن ویشتونکي یو توغندي ازمویل پر دې هیواد د لګیدلو بندیزونو څخه سرغړاوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د یو شمېر چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دغو بندیزونو د لګولو په اړه پریکړه له دې کبله ځنډولې وه چې له ایران سره د پنځو امریکايي بندیانو د خوشې کېدو پر سر جدي خبرې اترې روانې وې.