د کابل نننی غونډه د سولې د خبرو د پیل پر څرنګوالي راڅرخي

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د چارواکو ترمنځ د څلور اړخیزو خبرو اترو دویم دویمه غونډه نن چهارشنبې په کابل کې جوړیږي.

په دې غونډه کې به چې د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل پر څرنګوالي راڅرخي، د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزارتونو مرستیالان او د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا او چین ځانګړي استازي برخه اخلي.

چارواکي وايي، پر دې به هم خبرې وشي چې له هغو طالبانو سره څوک چې د سولې خبروته نه حاضریږي څه وکړی شي.

خو افغان کارپوهان وايي، پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لري او پر طالبانو د خپل اغیز په کارولو کولای شي هغوی د سولې خبرو اترو ته چمتو کړي.

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ د خبرو اترو په دویم پړاو کې به نن له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د بیا پیل پر موضوع بحث وشي.

تمه کیږي چې د کابل په نننۍ غونډې کې به وټاکل شي چې افغان حکومت د طالبانو له کومو غړو سره چیرې او کله خبرې اترې وکړي.

چارواکي وايي، د دې غونډې هدف د افغانستان د سولې لپاره د یوې نقشې جوړول دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دې غونډې لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.

دې وزارت ویلي چې په خبرو اترو کې به د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی، د ده پاکستانی سیال اعزاز احمد چوهدري، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ اولسن او د چین ځانګړی استازی دینګ شیجون برخه ولري.

افغان چارواکي وايي، د کابل د دې غونډې ګډونوال به پردې هم خبرې وکړي چې د هغو طالبانو پرضد چې د سولې خبرو اترو ته چمتو نه دي باید څه ډول اقدامات وشي؟

په داسې حال کې چې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز تیره اوونۍ د افغان طالبانو ترمنځ اختلافات د سولې د خبرو په وړاندې مهم خنډ بللی و، افغان کارپوهان وايي که چېرې پاکستان وغواړي، د طالبانو ترمنځ خپل منځي اختلافات د افغان حکومت سره د سولې په برخه کې مهم خنډ نه شي جوړولی.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او افغان څیړونکی علي احمد جلالي وايي، په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لپاره هیلمندي شته. په ځانګړي توګه د چین او امریکا لیوالتیا دا هیلمندي زیاته کړې. خو د ده په وینا د افغانستان د سولې د خبرو اترو د بریالیتوب لپاره د پاکستان اراده تر بل هر څه مهمه ده.

ښاغلي جلالي زیاته کړه:

”طالبان څو ډلې دي په ځانګړي توګه دا دوه لویې ډلې یې. خو دواړه ډلې یې د پاکستان تر اغیز لاندې دي. ځکه دوی په پاکستان کې اډې لري او د پاکستان له ارادې زیات څه نه شي کولی. نو که پاکستان وغواړي کولای شي دا ډلې خبرو ته راولي او که خبرې نه کوي پاکستان یې باید بیا پر ضد اقدام وکړي. “

ښاغلي جلالي زیاته کړه چې پر دې سربیره به هم یو شمېرهغه وسله والې ډلې چې له نړېوالو تروریستي شبکو سره تړاو لري په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې پرون د افغانستان د مشرانو جرګې هم په کابل کې د نننۍ څلور اړخیزې غونډې په اړه خبرې وکړې. دغلته یو شمیر سناتورانو د سولې په خبرو کې د تیرو کلونو د لاس ته راوړو په تحفظ او د ښځو د حقونو پر ساتنه ټینګار وکړ.

د افغانستان ولسي جرګې هم د دې غونډو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې افغان حکومت باید له دې بهیر سره مسولانه چلن وکړي او ملي شورا باید په دې برخه کې پر پرمختګونو خبره وساتي.